له يوې روسي کورنۍ سره خرس اوسېږي
خرس يو وحشي حيوان دی. پر انسان بريد کوي او ښکار يې کوي. خو د دې تر څنګ دا هم ممکنه ده چې داسې وروزل شي چې د يوه کورنۍ د غړي په څېر له چا سره اواوسېږي. روسان چې خرس ډېر خوښوي، يوې کورنۍ يې په خپل کور کې خرس ساتلی.
دغه خرس درې کلن و چې له ځنګله ښکار شو، له هغې راپه دې خوا دغې روسي کورنۍ سره اوسېږي. اوس ياد خرس ۲۳ کلن دی او تر ۳۰۰ زيات وزن لري. له يادې کورنۍ سره داسې اوسېږي لکه د هغوی د کور غړی.
د دغه خرس نوم سټيفان دی. سټيفان له خپلې روسي کورنۍ سره د ډوډۍ پر مهال پر يوه دسترخوان ناست وي او د شپې ورسره ټلويزون ته هم کېني. دغه راز لوبه هم خوښوي او له خپلو څښتنو سره لوبې کوي.
سټيفان دغه راز له خپلو څښتنو سره د کور په کار کې هم مرسته کوي او د کور چمن غټېدو ته نه پرېږدي. هغه وليبان کوي او په پښو ګرځېدل خوښوي. ياده کورنۍ وايي چې سټيفان تر اوسه پر چا بريد نه دی کړی.