ټولنه

مهالوېش او تجسم د وخت د مديریت اصلونه

ژباړه: حمیدالله حمیدي/

د کاغذ پر مخ د موخو لیکل ډېر اړین دي؛ ځکه کله چې ستاسو سترګې پر دې لیکلي څه لګېږي، په څنګ کې مو ورسره په ذهن کې د همدې موخې تصویر جوړېږي او هڅه کوئ تر څو ژر تر زره د دغه کار د کولو لپاره لاس په کار شئ، خو که خپلې موخې پر کاغذ ونه لیکئ او په ذهن کې مو یو مبهم تصویر وي، نو د هغه کار د ترسره کولو لپاره به ډېر لېوال هم نه یاست.

له ځان سره داسې فکر وکړئ چې همدا اوس د هغه کار د ترسره کولو په حال کې یاست چې غواړئ ویې کړئ. دا ډول تجسم کول ستاسو ضمیر په نا خوداګاه ډول پر هغه څه تمرکز کولو ته رابولي چې موخه مو ده.

د بېلګې په توګه غواړئ هره ورځ ورزش وکړئ، مخکې له دې چې سهار ورزش پیل کړئ، د شپې له ویده کېدو مخکې له ځان سره تصور وکړئ چې همدا اوس ځان دېخوا او ها خوا کش کوئ؛ معنا دا چې ورزش کوئ، دا کړنه مو د دې سبب ګرځي چې سهار وختي مو ذهن تاسو ته د ورزش کولو فرمان درکړی. فرض کړئ چې غواړئ سبا سهار د یوه مهم او اړین کار لپاره د نورو وختونو په پرتله وختي له خوبه پاڅئ، که د هغه ساعت چې تاسو د پاڅېدو لپاره ټاکلی، نیم ساعت مخکې له خوبه بېدار شوئ، نو مه هېروئ چې تاسو ګټونکي یاست او ښه راتلونکې لرئ.

د وخت د مدیریت له مهمو بنسټونو یو د ۸۰-۲۰ اصل دی، یعنې له ۲۰ سلنې وخت څخه د ۸۰ سلنې کارونو د ترسره کولو لپاره استفاده وکړ‌ئ. د وخت په صحیح مدیریت کې بریالیتوب له مهمو کارونو څخه دی. د تاریخ په اوږدو کې د ډېرو تکړه انسانانو ذهن د دې پوښتنې په لټه کې و چې څه ډول ژوند وکړو تر څو نېکمرغه شو؟ د مډرنې فلسفې پلار زیګمونډ فرویډ وایي چې د انسان لومړنۍ انګېزه د خوند اصل دی؛ موږ ټول د نېکمرغۍ غوښتونکي یو، د خپل وخت ډېره برخه یواځې د ژوند د طریقو په ترکیب اړیکو، کار، پیسو، لوبو او نورو داسې فعالیتونو باندې مصرفوو چې موږ ته د نېکمرغۍ او خوښۍ ژور احساس راکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button