ټولنهسلايډ

د نړۍ خطرناکې ښځې

په نړيواله مافيا، قاچاق، غلا او نورو خطرناکو جرمونو کې يوازې د سړيو نومونه شامل وي، مګر داسې ښځې هم شته چې د نړۍ د لويو برخو امنيت ته يې ګواښ متوجه کړی او خطرناک مافيايي کارونه کوي.

کلوډيا

کلوديا فېلېکس اوچوا په مکسيک کې د لوس انتراس په نامه د بدمعاشانو د ډلې مشره ده. هغه په انسټګرام کې ځان ته اکاونټ لري او د همدغو کارونو له امله يې ډېر شهرت هم موندلی. دغې نجلۍ د خلکو د وژلو برسېره نور ډېر خطرناک جرمونه ترسره کړي.

جوډې

جوډې موران له انځوره داسې ښکارې چې مشره او عاجزه ښځه ده، هېڅه نه شي کولای، خو دا د مافيا د ډلې د يوه خطرناک مشر ښځه وه. د اول مېړه له وفاته وروسته يې د مافيا له عمومي مشر لوېس موران سره واده وکړ. د دويم مېړه له مړينې وروسته د همدغې مافيايي ډلې مشره شوه.

سانډرا

سانډرا اويلا بلټران د چل او چالاکۍ په جرمونو مشهوره ده. دا د خپلې سيمې د مافيا ملکه بلل کېږي. بلټران د نشه يي توکو جرمونه ترسره کول او په ۲۰۰۷م کال کې په مکسيکو کې ونيول شوه او د قضايي څار له پاره امريکې ته انتقال شوه.

ماريا

ماريا ليون د امريکا د لاس انجلس ايالت خلک د خپلو کړنو له امله ډېر په تنګ کړي وو. هغې به د وژنې، مخدره موادو او اختطاف جرمونه ترسره کول. امريکايي پوليسو څو کاله هڅه کوله چې ويې نيسي، خو پرې کامياب نه شول. مګر په ۲۰۰۸م کال کې له پوليسو سره له اوږدې جګړې وروسته يې زوی ووژل شو. ماريې پرېکړه وکړه چې د خپل زوی په جنازه کې به برخه اخلي، کله چې جنازې ته لاړه، پوليسو ونيوله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button