ټولنهنثر

د اړتیا پوره کېدو لپاره مو یوازې له خدایه مرسته و غواړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

په لړزېدولو قدمونو د مغازې پر دروازه ورننوته، وترین ته نېږدې پښه نیولې شوه، ټکری یې سم کړ.

–  هټۍ وال د چایو پیاله د  مېز پر سر کېښوده، غاړه یې تازه کړه، په دروند غږ یې وویل:

(( مهرباني وکړئ څه مو په کار و؟))

ښځه غلې وه، په سختۍ یې شونډې وخوځولې:

(( خاوند مې ناروغ دی، د کار کولو توان نه لري، شپږ اولادونه را له غاړې دي، د حسن اکا کره مزدوري کوم، لا مې تنخوا ته وخت شته، ما ویل که یو څه سودا قرض راکړې.

سړي بېرته د چایو پیاله ور پورته کړه، یو قدم وړاندې ولاړ،ته هم پوهېږې، چې د اختر شپې او ورځې دي دې وخت کې پیسو ته اړتیا وي، نه شم کولای، ښه به وي، چې بل مشتري ته وخت ورکړئ.

ښځې په ژړوغوني غږ وویل:

(( قسم کوم همدا چې تنخوا مې واخیسته لومړی به ستاسو پور خلاصوم.))

څنګ ته ولاړ سړي هر څه په خپلو سترګو لیدل، لږ را مخکې شو، هټۍ وال ته یې وکتل، ګورۍ دغه مېرمن، چې هر څه غواړي ور یې کړئ، پیسې یې زه خلاصوم.

د مغازې والا غلی شو، سر یې وګراوه، اړتیا نشته زه یې خپله ورکوم، ښځې ته یې وکتل، د سودا لېست دې چیرته؟

ښځې وویل: (( دا دی هه.))

هټۍ وال وویل ((لېست دې د تلې په پله کې کېږده او د وزن په اندازه یې توکي یوسه.))

ښځه غلې شوه، لږ شېبه وروسته یې له کوچني بکس نه کاغذ را ویست او د تلې په پله کې یې کېښود.

ټولو د تلې پلې ته حیران حیران کتل، چې ښکته ولاړه.

د هټۍ وال باور نه کېدو، خو د تلې په بله پله کې یې د توکو په اېښودلو پیل وکړ، تر هغه یې په کې توکي اېښودل، چې دواړه پلې سره برابرې شوې.

هټۍ وال په حیرانۍ سره د کاغذ ټوټه ور پورته کړه، تر څو پوه شي څه په کې لیکلي دي.

په کاغذ کې د توکو نومونه نه و لیکل شوي، بلکې د ښځې هغه دعا وه، چې ویلي یې و(( خدایه پاکه ته زما له اړتیا خبر یې خپله یې پوره کړه.))

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button