ټولنه

نظر مات /صفیه حلیم

زه چې په ښه بد پوهه شوم نو د نظر، نظر مات او د سپېلني ټکي مې واورېدل. د کلي ودونو کې به يوې ښځې(نايڼې) په ټولو ميلمنو ښځو د اوسپنې تالی ګرځوو چې پکې څو سرې سکروټې او د پاسه پرې وچو واښو، نرې نرې لوګی کوو. چا به په لاس هغه لوګی ځان ته ورباد کړل او د چا د مخ يا سر نه به يې درې ځلې د دې منتر سره بدرګه تاو کړو.
نظر مات نظر مات
د تورو او د سپينو
د شين سترګو د زيړ سترګو
د پيريانو د ديوانو، د تورو بلاګانو، نظر مات، نظر مات
هر چا به پخپل وس هغې ته يو دوه سکې په لاس کيښودې. د ودونو نه علاوه هم سپېلني کاريدل، ناروغ ته، ښکلې ماشوم ته او يو ځل خو مې وليدل چې د غوا د وليشلو په وخت يې ورته لوګي کړل.
وروسته راته څرګنده شوه چې د اباسين نه وراخوا خلکو سپېلني نه پيژندل، په افغانستان او مرکزي ايشيا کې پرې خلکو ډېر باور لرلو او ايران کې “سپند” د کلچر يوه برخه ده. هغوی وايي چې د يو زردشتي فرښتې نوم “اماهاراسپند” او د فروري مياشت کې به يې لمانځنې کيدې. په زړې ايراني جنتري کې فروري مياشت ته ايسفند او هغې مياشت کې يوې ميلې ته اسفندګان وايي چې د مور نمانځنه وي. د دوی په عقيده د دغه اسطورې د اسپند (سپېلني) بوټې خوښيدو نو ځکه يې مياندې خپلو ماشومانو ته د ژغورنې لپاره لوګی کوي. په يورپ کې هم پخوا په بد نظر باور کيدو او روم کې هم يو ډول بوټې به يې لوګې کوو.
د سپېلني بوټې د مرکزي ايشيا او عرب دشتو کې شنه کېږي او اوس د دې د لوګي لپاره د ګلدان په شکل بريښنايي لوښې وي چې لاسکې لرې. په دې کې د سپېلني دانې ټکارې شروع کړي نو د هغه کس په سر يې درې ځلې تاووي چې د نظره شوې وي. څومره چې د دانو د چوديدو غږ لوړ وي هم هغه هومره باور وي چې دا کس سخت د نظره و او د دې غږ سره يې نظر هم ماتېږي.
د نظر ماتې لپاره، په اور کې د مالګې يا د روغ سور مرچکي د غورځولو- د کور په درشل کې د ميخ ټک وهلو دود هم شته. په چم ګاونډ کې به ځينې داسې ښځې په نښه شوې وې چې دوی خلک د نظره کوي. د هغو په اړه به يې وئيل چې د پلانۍ “په نظر خو کاڼې هم چوي” که څوک به ناروغه شول نو ماضي ته به لاړې او خلک (ښځې) به يې په نښه کولې چې ممکن د نظر سبب شوې وې. بيا د هغه کس د پرتوګاښ يوه ټوټه په پټه پريکول (دا به يواځې څو ماهرو ښځو کولې شو) په اور کې سيزل د نظر ماتولوطريقه وه. ځينې خلک ماشوم ته په لاس د سور مرجان دانې ټومبي چې له بدو سترګو په امان وي.
په ترکي کې د بد نظر نه د ژغورنې لپاره د سترګې په شکل جوړ تعويذ به يې په غاړه ځوړند کړو. د شيشې دغه سترګې اوس هم سېلانيان اخلي او کورونو کې يې ځوړند کړي. بد نظر او يا د نظره کيدل څه حقيقت نه لري خو هغه خلک چې عقيده يې کمزورې او په زړه کې وېره لري، د هرې خوشالۍ په موقع سپېلنو پسې ګرځي.

صفيه حليم له بلاگ څخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button