له نن څخه پوره دېرش کاله وړاندې، يعنې د ۱۹۸۶م کال د اپرېل په ۲۶مه نېټه د پخواني شوروي اتحاد په اوکراين کې د سوله ييز اتوم په بټۍ کې د نړۍ تر ټولو ستره او خطرناکه چاودنه رامنځ ته شوه چې پراخه مرګ ژوبله هم ورسره وه. دغه راز د دغې پېښې له امله ټول چرنوبل له اوسېدونکو تش شو او ټول ښار د لسګونو کلونو له پاره له انسانانو خالي پاتې شو.
د اکراين په چرنوبل ښار کې اتومي تباهي د دغه هېواد د اتومي بېټۍ له څلورم نمبر ريکتور څخه شروع شو او وروسته يې نور هم له منځه يوړل. د نړۍ په تاريخ کې تر دې مخکې دومره تباهوونکې پېښنه نه وه ترسره شوې. په ۲۰۱۱م کال کې د جاپان په فوکوشيما کې اتومي چاودنه هم د نړۍ يو له خطرناکو اتومي پېښو څخه وه.
په چرنوبل ښار کې له چاودنې او پېښې وروسته ټول ښار تش شو. د سيمې اوسېدونکي او اتومي کارکوونکي چې په پېښه کې ټپيان شوي وو او يا مړه شوي وو، له ښار ژر واېستل شول. ځکه نور چرنوبل د اوسېدو نه و. ټول اوسېدونکي ووتل او ورته له دغه ځایه له ځان سره د کور او سامان وړلو اجازه هم نه وه ورکړل شوې، ځکه چې هر څه زهري شوي وو.
چرنوبل د بلارس هېواد څنګ ته پروت دی. خپاره شوي راپورونه وايي چې په بلارس هېواد کې، هغه سيمه کې چې چرنوبل ته نږدې ده، لا هم معيوب ماشومان زېږول کېږی.
په چرنوبل کې لا هم اتومي شعاوې شته او دا د انسان روغتيا ته ډېرې خطرناکې شعاوې دي، خو ټولو ځايونو کې يو شان نه دي، بلکې ډېر اثر يې د چاودنې په سيمه کې دی او ورو ورو پراخېږي. له همدې امله، هغه ځای کې چې شعاع لږ دي، هلته بېرته ژوند له سره پيل شوی دی.
دلته د چرنوبل ځينې انځورونه وګورئ: