ژباړه: حمیدالله حمیدي
زه په کار او بار کې د بریا لوړ څوکو ته رسېدلی یم. نورو ته زما ژوند زما د بریا ښکارندويي کوي. په هر حال شتمني مې د ژوند یو حقیقت دی، چې زه ور سره عادت شوی یم.
اوس، چې زه د ناروغۍ پر بستر پروت یم، ژوند مې را یادوم، شتمنۍ ته مې ګورم او شهرت ته مې ګورم دومره رنګ یې بایللی، چې ان په اړه یې فکر هم نه شم کولای، ځکه یو یې هم زما ژوند له خپل ټاکلي وخته نه شي زیاتولای.
زه اوس په دې تیاره کوټه کې یوازې د هغې دستګاه شنو چراغونو ته ګورم، چې زما د ژوند ژغورلو لپاره روښانه ده. د زړه درزا مې هره لحظه د دې زېری راکوي، چې نور نو له دې نړۍ څخه تلونکی یې.
په دې هم ښه پوهېږم، چې ټول عمر مې د پیسو ګټولو په اړه فکر کړی، خو اوس د داسې څه په اړه درته خبرې کوم، چې له شتمنۍ سره هېڅ اړیکه نه لري.
دا باید یو اړین څه وي: کېدای شي اړیکې وي، کېدای شي هنر وي، کېدای شي مینه وي او یا هم زموږ هغه هیلې وي، چې په ځوانۍ کې مو ذهن کې را تېرېدې.
خدای پاک زموږ ټولو په وجود کې دغه حس نغښتی، چې وکولای شو د نورو په زړونو کې مینه وګورو، خو نه هغه څه، چې شتمنۍ موږ ته په ډالۍ کې راکړي دي.
زه نه شم کولای هغه پیسې او شتمني، چې په ژوند کې مې لاسته راوړې ده له ځان سره یې یوسم، خو څه چې زه یې له ځان سره وړای شم هغه خاطرې دي، چې د مینې په وسیله ثبت شوې دي. مینه رېښتینې شتمني ده، چې له تاسو سره به مل وي او د تلو لار به مو درته رڼا کوي.
مینه کولای شي، چې زرګونه میله مزل ووهي. ژوند محدودیت نه لري. هر ځای، چې غواړئ تلای شئ، هرې څوکې ته چې غواړئ ختلای شئ. دا هر څه یوازې ستاسو په زړه او لاسونو کې دي.
د ژوند تر ټولو قېمته بستره کومه ده؟ د ناروغۍ بستره…
تاسو کولای شئ، چې ان د موټر چلولو لپاره بل کس پیدا کړي، د پیسو ګټلو لپاره بل څوګ وګمارئ، خو داسې څوک به پیدا نه کړئ، چې ستاسو پر ځای د ناروغۍ بر بستر پرېوځي.
کولای شئ مادیات لاسته راوړئ. خو هغه څه، چې بیا یې نه شئ تر لاسه کولای هغه ژوند دی.
انسان، چې کله د عملیات کوټې ته ننوزي پوهېږي، چې یو کتاب شته، چې لا مې نه دی لوستی او هغه د ژوند کتاب دی.
انسان که په هر ډول شرایطو کې ژوند وکړي، بلاخره داسې ورځ هم راځي، چې د ژوند ستوری یې په اسمان کې له ګڼو سترو جلا کېږي او د ابدي ژوند پر لوري ځي.
خپلې کورنۍ، د ژوند شریک او دوستانو ته مو مینه ورکړئ. له ځان سره ښه چلند وکړئ او نورو ته احترام وکړئ.