ټولنهسلايډ

دغه ديارلس عادتونه مو ژوند کې د ناکامۍ لامل گرځي

نيپولين هل امريکايي ژورنالېست، ليکوال او څېړونکي د خپل شل کلن څېړنيز ژوند په ترڅ کې د پنځو سوو، ميلياردرانو د ژوند او هڅو په اړه څېړنه کړې او بيا يې په دې اړه يو کتاب ليکلی دی.
په دغه کتاب کې يې د مال پيدا کولو تر څنگ د ژوند د ناکامۍ په اړه گڼې خبرې کړي دي.
دلته د ځينو هغو خبرو په اړه بحث کوو، که پام ورته وکړو، نو کېدای شي په ژوند کې مو ژور بدلون راشي.
په ژوند کې څرگند هدف نه لرل
د داسې چا د ژوند د برياليتوب هېڅ تمه نه شي کېدای، چې د ژوند کولو کوم ځانگړی هدف ونه لري. د ساري په توگه، که غواړې، چې مالداره شې، نو د پيسو سپما او لگښت په اړه باید قوي پلان ولرې.
ټينگ عزم نه لرل
ژورناليست په خپل کتاب کې د داسې خلکو په اړه ليکلي، چې د داسې خلکو ژوند کې به څه بدلون راشي، چې د مخکې تللو لپاره د ژوند کړاوونه او ستونزې ونشي زغملی. کاميابي په تياره نه ترلاسه کيږي، بلکې د دې لپاره شپه ورځ هڅې، صبر او تکليفونه گالل په کار دي.
له خپلې زده کړې سمه گټه نه پورته کول
د پوهنتون سند هغه مهال گټور تماميږي، چې ته ترې مناسبه گټه پورته کړې، زده کړې يوازې د دې لپاره نه وي، چې څوک دې علم ترلاسه کړي، بلکې د علم لاسته راوړنې او پرله پسې هڅې يې مهمې دي.
د نظم او ډيسيپلين کمي
ډيسيپلين او د ژوند نظم هغه مهال رامنځته کيږي، چې انسان په خپل ځان واک ولري. د دې معنا دا ده، چې د کامياب ژوند لپاره بايد لومړی خپل ځان فتحه کړې او که څوک په خپل ځان کنټرول ونه لري، هغه به نړۍ څه فتحه کړي. د ژوند اسانه اصول دا دي، چې لگښت به دې لږ وي او بچت زيات، مگر د لگښت کمولو لپاره هم د يو نظم او ډيسيپلين اړتيا ده.
خپل خيال نه ساتل
په ژوند کې هېڅوک هم تر هغو بريا ته نه شي رسېدای، چې تر څو د خپل ژوند او صحت خيال ونه ساتي. که تاسې د زياتو خوړو، منفي فکرونو، او ورزش نه کولو عادت لرئ، نو بايد دغه عادتونه مو بدل کړئ، ځکه چې دغه عادتونه مو د روغ صحت دښمنان دي.
د تسلسل کمی
زموږ ډېری خلک د ژوند لومړی پيل په ډېره ښه طريقه کوي، مگر پای ته يې نه شي رسولی او لامل يې دا وي، چې په لنډ وخت کې د بريا نښې ونه ويني، نو زړه يې مات شي، مگر موږ بايد په دې پوه شو، چې د بريا لپاره تسلسل په کار دی.
منفي فکر
هغه څوک، چې ژوند کې منفي فکر لري، نو د هغه د بريا هېڅ تمه نه شي کېدای؛ ځکه چې ژوند کې بريا د نورو دوستانو او همکارانو په مرسته ترلاسه کيږي، مگر منفي فکر لرونکی انسان د هېچا د ملتيا منلو ته نه وي تيار.
د پرېکړې کمزوری قوت
ليکوال ليکلي، چې د کاميابو خلکو د ژوند په اړه څېړونو ثابته کړې، چې کامياب خلک په ژوند کې له پرېکړې نه ويريږي. داسې ويل کيږي، چې غلطه پرېکړه له نه پرېکړې غوره ده.
گواښ نه منل
کوم خلک، چې ژوند کې خطرناک گام نه شي اخيستی، د ژوند په گڼو پړاوونو کې د نورو خلکو پر اوږو بار وي او د ژوند پرېکړې ورته نور خلک کوي، په خپله د څه کولو يا نه کولو توان نه لري او ډېر احتياط هم د بې پرواهۍ غوندې دی. په حقيقت کې خو ژوند له امکاناتو ډک وي، مگر د دې لباره ژوند کې گواښ منل مهم دي.
له ناخوښې دندې ځان خلاصولو هڅې
هېڅوک په ژوند کې تر هغو پرمختگ نه شي کولای، تر څو يې، چې هغه دنده نه وي انتخاب کړي، چې د ده دلچسپي ورسره وي او د کامياب ژوند لپاره دا لازمه ده، چې د زړه په خوښه دنده ترلاسه کړي.
د يو کار لپاره جوش او جذبې څخه محرومي
له جوش او جذبې پرته هېڅ کار پر مخه نه ځي او که څوک غواړي، چې په يو کار کې پرمختگ وکړي، نو بايد خپله دنده په معقوله جذبه پر مخ بوځي.
تنگ نظري
تنگ نظره يا لنډ فکر لرونکی انسان هېڅکله په ژوند کې پرمختگ نه شي کولای. که غواړې چې ښه ژوند وکړې، نو د نورو فکر او خيالات به د زړه په غوږو اورې او د نوو معلوماتو او فکرونو په اورېدو به خپل فکر کې بدلون راولې، که ته تل په خپل فکر ټينگار کوې او د بل نه اورې، نو هېڅکله پرمختگ نه شې کولای.
په لوی لاس بدنيتي کول
ځينې خلک فکر کوي، چې بد نيت به يې کامياب کړي، مگر دا فکر ډېر بې ځايه او غلط دی.کوم خلک، چې د نورو په تاوان کې خپله گټه ويني، نو د خپلې دې بدنيتۍ له امله به ډېر ژر يا لږ وروسته داسې راگير شي، چې بيا به يې د خلاصون هېڅ چانس نه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button