هغه څه چې ذهن اراموي
ژ: حمیدالله حمیدي/
۱- د نورو په کارونو کې بېځایه مداخله مه کوئ
ډېر کله د نورو خلکو په کارونو کې مداخله هم موږ ته زیان پېښوي او هم مقابل کس ته؛ موږ ډېر کله د نورو په کارونو کې دخالت خپله لاسته راوړنه ګڼو او فکر کوو چې زموږ منطق تر ټولو قوي دی او هغه څوک مو چې پر وړاندې مخالفت کوي، انتقاد پرې کوو، غواړو هغه مسیر ته یې برابر کړو چې زموږ خوښه وي. خدای پاک انسانان بېلابېل پیدا کړي چې د یوه فکر له بل یو ډول نه دی، ټول نارینه او ښځینه هغه که ځوان وي یا زوړ، ځان ته ځانګړي خويونه او عادتونه لري. هېڅوک نه شي کولای څوک د خپل فکر تابع کړي، نو ځکه همدا لامل دی چې هر سړی له خپل فکر سره سم ذهني ارامتیا رامنځته کولای شي.
۲- کینه کښ مه اوسئ
موږ ټول پر دې پوهېږو او تجربه کړې مو ده چې کینه څنګه ذهن مخشوش او ګډوډولای شي؛ د بېلګې په ډول په دفتر کې د نورو همکارانو په پرتله سخت کار کوئ، خو هغوی ترفېع اخلي او تاسو نه، په داسې حال کې چې له هغه به مو مخکې کار پیل کړی وي. دې ته ورته په سلګونه نورې بېلګې هم شته خو یوه یې هم باید د دې لامل ونه ګرځي چې تاسو کینه وکړئ. پر دې باید پوه یاست چې د هر چا ژوند د هغوی له برخلیک سره سم پر مخ ځي؛ که کله داسې شوي وي چې تاسو پیسه داره شئ، نو هېڅوک مو مخه نه شي نیولی او برعکس که مو څه لاسته هم نه وي راوړي بل څوک درسره مرسته هم نه شي کولای. له ځان سره چې هر څه کوئ خپله یې کوئ، بل څوک باید ملامت نه کړئ او که یې ملامت هم کړئ بې له دې چې خپله کینه مو وخوري بل څه لاسته نه شئ راوړلی. ډاډه اوسئ چې کینه مو هېڅ ځای ته هم نه شي رسولی بې له دې چې ذهني توازن مو له لاسه ورکړئ.
۳- بښنه وکړئ
بښنه ذهني ارامۍ ته د رسېدو تر ټولو اسانه او ښه لاره ده؛ موږ په دې دلیل چې چا توهین کړي یو او یا یې زموږ په اړه بدې خبرې کړې او زیان یې را رسولی، په زړه کې ورسره حسادت او کینه ساتو. ګیلې او مانې کوو؛ فلاني کس داسې راسره وکړل، بستاني کس داسې… خو پایله یې موږ ته یوازې او یوازې بې خوبي، د معدې زخم او د وینې د فشار زیاتوالی دی او بس. توهین او یا تاسو ته بدې خبرې کېدل ښايي یو ځل ترسره شي خو موږ یې په یادولو سره بیا بیا د ځان لپاره تکراروو چې تاسو باید ډېر زر دغه عادت پرېږدئ. ژوند تر دې ډېر لنډ دی چې تاسو په کې د نورو د بازۍ سامان وګرځئ، بښنه وکړئ او هېر یې کړئ، یوازې بښنه کولای شي ذهني ارامتیا در په برخه کړي.