ټولنه

د ډیموکراسۍ ارمغان

ندیم سالار

ډیموکراسي د وحشت دوهم نوم دی، په تعریف او پېژندګلوۍ یې وخت نه ضایع کوم، ځکه ټول پوهېږو چې ټولې نړیوالې ناخوالې د همدې منفورې ایډیالوژۍ تپل شوې دې، البته هغه ټول مسائل باید روښانه شي، چي ډیموکراسۍ په خپل ۲۰۰ کلن تاریخ کې نړۍ او نړیوالو ته هدیه کړي دي. د ډیموکراسۍ د پیروانو دا ایمان دی چې نړۍ د دې منفور نظام له موجودیت پرته بقاء نه لري، یا له ډیموکراسۍ پرته په بل نظام امن نه شي راتللای، دوی ته په ځواب کې وایو چې د ډیموکراسۍ یوازې ۲۰۰ کاله کېږي چې د نړۍ پر ځینو برخو واکمني کوي، آیا تر هغه مخکې نور نظامونه موجود نه ول، خلکو ژوند نه کاوه، حقیقت خو دا دی چې هغه وخت انسانان هم تر اوس خوښ، سوکاله او آباد ول او هم په امن .

د ډیموکراسۍ او ترورېزم تر منځ به يوازېنی فرق دا وي چې تروریستان محدود انسانان وژلی شي او د ډیموکراسۍ پیروان چې څومره وحشت کولی شي کوي يې، چې ښکاره مثالونه يې کشمیر، فلسطین، افغانستان، عراق، سوریه، یمن او نور هیوادونه دې.

د ډیموکراسۍ پلي کوونکي په مصر او ترکیه کې هغه کسانو ته د اعدام سزا ورکوي چې د دوی غوندي جمهوري نظامونه غواړي، همدا دوی دي چې د الجزایر د انتخاباتو د نتایجو د منلو نه صاف انکار کوي، نو یقیناً دوی د القاعده او اسلامي دولت دریځ مضبوطوي، دوی هغوی ته دا یقین او ډاډ ورکوي چې لار او مسیر يې بالکل غوره دی!!!
د عجیبو بې عقلانو سره مخ شوې یو چې، نه د کوټ او پتلون خاوند او د PHD اسنادو درلودونکی محمد المرسي منلی شی او نه هم د سپینې بګړۍ خاوند اسامه بن لادن.
بیا به خامخا په دریم آپشن کې ابوبکر بغدادی ورته پیدا کیږې.

اوسنۍ ټولې ناخوالې او جګړې د دوی د ګنده سوچ او پلان زېږنده دي، دا دوی دي چې د جمهوریت د ساتنې لپاره په ښکاره وژنې، بمباردونه او وحشتونه کوي، خو د اسلام او یا بل کوم نظام د نفاذ خبرې او هڅې حتی په بندو کوټو کې کول هم جايز نه بولي.
واحده ایډیالوژي چې دې خبرې ته هوا ورکوي چی جګړه د امن ضمانت کوي ډیموکراسي ده، څومره وحشت چې چنګیزیانو، نازیانو، انګریزانو او کمونیستانو په یوه میاشت کې کاوه د ډیموکراسۍ پیروان يې په یوه ورځ کې کوي، عجیبه خو لا دا ده چې د بشر حقوقو د ساتني په نوم يې ټولني، سازمانونه او خیریه موسسې جوړې کړې دي، چې یوازې ددوی د دښمنانو اعمال غندي، ترورېزم يې بولي، او ډیموکراتان د دوی د اسنادو د ثبوت پر اساس پر هر هیواد چې يې خوښه وي برید کوي، مظلوم انسانان يې وژني، محبسونه ورته جوړوي، کورونه يې ویجاړوي، عزت او عفت يې تر پښو لاندي کوي خو لا هم دوی د نړۍ او نړیوالو ساتونکي بلل کېږي.
همدا د ډیموکراسۍ علمبرداران ول چې د قذافی، صدام، طالبانو، سوډان او مصر نظامونه يې له منځه یووړل او میلیونونه انسانان يې ووژل.
خو اجیر مدنی فعالان، خیریه موسسې، په زرګونو میډیا سټیشنونه او ځینی خود غرضه خلک چې دا ۱۵پنځلس کاله يې د ډیموکراسۍ لپاره چیغې ووهلې، آیا تر اوسه یې یوه هم په دې اړه پوښتنه کړې ده، چې د دومره امکاناتو، ذرایعو، متحدو اشغالګرو هیوادونو د مرستو باوجود يې ولې بالاخره ډیموکراسي لاس ته نه راوړه.

فرضاً که دوی اوسنی حالت ډیموکراسي بولې، که دا حالت او کیفیت د ډیموکراسۍ وي، نو لعنت په داسې ډیموکراسۍ او لعنت په داسې ډیموکراتانو.

کومو هیوادونو ته چې ناټو او سرلارې امریکا د ډیموکراسۍ د پلي کولو لپاره خپل وحشې فوځونه لیږدوې، هغه هیوادونه به داسی له پښو غورځوي، چې بیا به د خپل مسلم حق د غوښتنې لپاره سر نه شي اوچتولای، لکه لیبیا، عراق …

د ډیموکراسۍ د پیروانو په لاسونو باندې په اشغال شویو هیوادونو کې د نشه‌یې توکو کښت او د خرڅلاو بازارونه یې، د اسلحو بې ساري ډېرېدل، د مظلومانو پریمانه وینه بهېدل او د قاتل او مقتول یو سرنوشت، لا قانونیت، په انتخاباتو کې فساد او د یو فاسد سمبولیک مشر انتخاب بالاخره د دوی اخلاص ظاهروي چې د ډیموکراسۍ اصلیت به لا څه وي.

دا ډیموکراسي وه چې له نړۍ نه يې باغ وحش جوړ کړ، انسانان يې په نژاد، قوم، سمت او درجو وویشل، په ۱۹۲۸م کې یې د سرحدونو لپاره فوځونه جوړ کړل، په ۱۹۲۰م کې يې پاسپورټ ډیزاین کړ او په ۱۹۲۶م کې يې د ویزې ترتیب جوړ کړ، نړۍ یې یو قفس غوندې په انسانانو تنګه کړه، د اقتصاد او معیشت دا ناکامه پالیسې هم د دوی وه، کاغذ ته يې د سرو زرو قیمت ورکړ، ۱۰۰میلیونه ډالر به قریباً په یو لک افغانیو جوړېږې. قذافې يې په همدې دلیل له صحنې لرې کړ چې د ډیموکراسۍ اصلیت ئې څرګند کړ او ویل يې چې له دې وروسته به موږ ته د ضمانت په ډول سره زر راکوئ، کاغذي او بې اعتباره ډالر مو له ځان سره وساتئ …

که څوک د غربي هیوادونو مثال راته وایي چې څومره پرمختګ يې کړی دی، د دوی نه مو پوښتنه دا ده چې کوم پرمختګ؟؟؟ په غرب کې څو میلیونه انسانان د فقر ژوند کوي، تاسی ولې لومړی خپل هیوادونه نه غني کوئ چې موږ ته مو پام شو. حقیقت خو دا دۍ چې ډيموکراسي داسې یو شړیدلی نظام دی که هرڅومره په خپل اصولو برابر جوړ هم شي، بیا به هم اختلاس، غلا او فساد اوج ته رسیدلي وي، یوازي په امریکا کې د ۱۲دوولس تریلیونو ډالرو اختلاس شوی دی، چې امریکایې تاجرانو او سرمایه دارانو غلا کړي دي، همدا دلیل دی چې امریکا په ټریلیونو ډالرو قرضداره ده، چې په دومره پیش رفته هیواد کې دا نظام دومره فاسد دی نو څه فکر کوئ چې ستاسې په اصطلاح په ³ترډ کلاس هیوادونو کې به دا نظام څومره بریالی وي؟؟؟

خالد مبارز صیب د ډیموکراسۍ په اړه ډیر ښکلی تعبیر وايي چې که یو پسه او دوه لېويان پر یو ځای په یو وخت د یو بل سره مشوره وکړي، چې ماښام به څه شی وخوري، نو څه فکر کوئ د دوئ د دې رايې نتیجه به څه وې؟؟؟
د پسه بیچاره حشر خو معلوم دی.

همدا ډیموکراسي ده چې تل د پسونو حقوق ویټو کیږې او لېویان يې د یو بل د ګټو په لار کې قرباني کوي.

د ملل متحد په منشور او لایحه کې پوره واضح لیکل شوي دي چې د نړۍ هر هیواد چې خپل پر ځمکه کوم قانون عملي کول غواړي، کولای يې شي او دا يې حق هم دی، قذافي د همدغه ملل متحد په غونډه کې وویل چې بیا ولې غربیان په نورو هیوادونو خپله ناکامه او بدنامه ډیموکراسي په زور تپي، د هیڅ ډیموکرات سره يې ځواب نه و …

احرار صیب هم ډیموکراسۍ ته په اشاره کولو سره وايي؛ ژوند هلته هیڅ ارزښت نه لري چې د انسانیت ریښتني پیروان په ترهګرۍ تورن وي او د بشریت قاتلین بشر دوستان بلل کېږي.

شهید سید قطب رح به فرمایل: استبداد له هیڅ شي هم دومره وېره نه لری لکه د ولسونو له ویښتابه او د زړونو له بیدارۍ څخه چې ویریږې، هیڅوک يې هم دومره بد نه ایسي لکه د ویښتابه او بیدارۍ لور ته وربلوونکي چې یې بد ایسي، بالاخره هیچا ته هم دومره نه په غضب کیږې لکه هغو ته چې ویده ضمیرونه په خوځښت راولي.
زه په دې باور یم چې ډیموکراسي یو مستبد نظام دی، هيڅ شریف انسان یې نه شي تحمل کولای، دا هغه نظام دی چې کورنی نظام نابودوي، قومونه فلجوي، هیوادونه ذلیل کوي، فقر زیاتوي، حیاء له منځه وړي، د زنا، بې لارۍ او هر ذلیل و شیطاني عمل تشهیر او تکریم کوي او انساني کرامت تر پښو لاندې کوي.

د اسلامي امت د وحدت او اسلامي خلافت د احياء په هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button