ټولنه

څه ډول خپلو هیلو ته رسېدلای شو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

هرڅوک هیلې لري، دغه هیلې کېدای شي لویې وي یا هم کوچنۍ؛ د بېلګې په توګه لوړو زده کړو ته لار پیدا کول، د خپلې خوښې وړ دنده پیدا کول، د ډېرو پیسو لاسته راوړل، ښه واده او دې ته ورته نور…

ډیری کسان خپلو هیلو او غوښتنو ته رسېږي، خو ځینې بیا ناهیلي شي.

خو ولې!؟

ولې ځینې کسان په ډیرې اسانۍ سره خپلو هیلو ته رسېدا شي او ځینې نور بیا له هڅو سره سره هغه څه ته چې غواړي یې نه شي رسېدلای.

دلته در سره ځینې هغه لارې چارې شریکو، چې هیلو ته په رسېدو کې مو در سره مرسته کولای شي:

۱- له کوچنیو هیلو یې پیل کړئ.

کله مو چې وړې هیلې پوره شي پر ځان مو باور زیاتېږي. هره بریا له ځان سره بله بریا هم را کش کاږي او د ځنځیر دغه کړۍ همداسې یو پر بل پسي بندې دي.

۲- هیلې مو باید په حال زمانه پورې تړلې وي.

هیلې مو په راتلونکې پورې مه تړئ! د بیلې په توګه مه وایئ، چې (( غواړم بریالی شم))، ((غواړم روغ و اوسم)) بلکې و وایئ (( زه همدا اوس بریالی یم)) او (( زه همدا اوس روغ یم)).

۳- له هیلو مو د ((نه)) کلمه حذف کړئ.

مه وایئ: (( نه غواړم ناروغ شم))، (( نه غواړم یخ مې و وهي)) او (( نه غواړم غریب و اوسم)) د ((نه)) کلمې په کارولو سره تاسو خپله په خپل لوري د منفي زېګنالونو کړکۍ پرانیزئ.

کله، چې د ناروغۍ او فقر په اړه فکر کوئ همدغه څه جذبوئ هم، نو هڅه وکړئ، جملې مو مثبتې وي.

۴- هیلې مو واضح او دقیقې بیا کړئ

څومره مو، چې هیلې روښانه او دقیقې وي په هماغه کچه به ورته رسیدل هم اسانه شي؛ هڅه وکړئ هیلې مو روښانه او دقیقې بیان کړئ.

۵- ځان مو هیلو ته رسېدلی ښکاره کړئ:

دا تر ټولو مهمه ده، داسې ښکاره کړئ، چې ګواکي خپلو هیلو ته رسېدلي یئ؛ نه داسې، چې غواړئ ورته ورسېږئ، د بېلګې په توګه که غواړئ ډېرې پیسې لاسته راوړئ، داسې فکر و کړئ، چې همدا اوس هغه اندازه پیسې په لاس کې لرئ.

۶- د خدای شکر ادا کړئ.

شکر ایستل مو په نعمتونو کې زیاتوالی را ولي، نو د دې لپاره، چې خپلو هیلو ته ورسېږئ د خدای شکر ادا کړئ، خدای پاک فرمایي، که تاسو زما په درکړو نعمتونو شکر وباسئ زه به یې درته زیات کړم، که مو کفران د نعمت وکړ هغه شته به هم درڅخه واخلم.

۷- پر ځان باور ولرئ.

هیڅکله، مو په خپل ځان باور له لاسه مه ورکوئ، په زړه کې مو شک او ترید ته ځای مه ورکوئ. هر کله مو، چې پر ځان باور پیدا کړ پوه شئ، چې هیلو ته مو رسېدلي یئ.

۸- په هیلو مو فکر وکړئ، نه په هغه لارو، چې هیلو ته مو پرې رسېږئ.

ستاسو دنده دا ده، چې د هغه څه په اړه فکر وکړئ، چې غواړې ورته ورسېږئ، نو هیڅکله مه وایئ، (( څه ډول به ورته ورسېږم)). ډیره کله مو هیلې له داسې لارې پوره کېږي، چې ان په اړه به مو یې فکر هم نه وي کړی.

۹- هیلې مو در سره ولیکئ.

کومې هیلې، چې په زړه کې یې لرئ په کاغذ یې در سره ولیکئ، په اړه یې فکر وکړئ انځورونه یې وباسئ او څومره، چې کولای شئ ښایسته یې کړئ.

۱۰- هیلو ته مو روح او احساس ورکړئ.

دا ډیره اړینه ده، هیلو ته مو روح او احساس ور انتقال کړئ، لوبه وکړئ، ځان په هغه چوکاټ کې وګورئ، چې غواړئ و اوسئ. په کومه اندازه مو، چې هیلو ته روح اوحساس ورکړئ په هماغه کچه ورته زر رسېدلای هم شئ. هغه څه، چې هیله یې لرئ د زړه له تله یې وغواړئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button