افغانستانسلايډ

نعمت الله غفاري د ولسي جرگې دويم مرستيال وټاکل شو

د ولسي جرگې د داخلي ټاکنو پينځمه مرحله کې نعمت الله غفاري د دويم مرستيال په توگه وټاکل شو. له دې وړاندې د جرگې د ټاکنو څلور مرحلې تېرې وې، چې په ترڅ کې يې پر ښاغلي ظاهر قدير د لومړي مرستيال په توگه سلا وشوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرگې ځينې غړيو دغه ټاکنې له درغليو ډکې وبللې، خو د دولت له لوري ټاکل شوي هيئت دا خبرې رد کړې.

د ولسي جرگې په ننيو ټاکنو کې که څه هم ښاغلي غفاري پنځوس سلنه رايې ترلاسه نه کړې، خو د نورو په نسبت يې ډېرې رايې وگټلې او دويم مرستيال وټاکل شو. د جرگې د ټاکنو په څلورمه مرحله کې نعمت الله غفاري او نذير احمدزي دواړو پنځوس جمع يو رايې نه وې خپلې کړې.

نعمت الله غفاري جرگه کې د هلمند د خلکو استازی دی او د جرگې په ننيو علني ټاکنو کې يې يو سلو درويشت مثبتې او اته منفي رايې واخيستې. په دې سره د ولسي جرگې د اداري هيئت غړي پوره شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button