افغانستانسلايډ

زابل: شپېته زره کوچنيان له زده‌کړو بې‌برخې دي

د زابل د پنځو ولسواليو ټول ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ تړلي دي. د همدې ولسواليو له شپېتو زرو ډېر کوچنيان له زده کړو بې برخې دي.

د زابل د پوهنې رياست چارواکو رسنيو ته ويلي، د نوبهار، خاک افغان، شملزو، اټغر او داي چوپان ولسواليو ټول ښوونځي د کوچنيانو پر مخ تړلي دي.

د زابل د پوهنې ریاست رييس رحيم الله لودين وايي، دوی ټول دوه نيم سوه بابه ښوونځي لري، چې يوازې سل يې پرانيستي دي او نور ټول د بېلا بېلو لاملونو له امله تړلي دي.

نوموړی زياتوي: «د ښوونځيو د تړل کېدو له امله شپېته زره کوچنيان له زده‌کړو بې برخې دي».

هغه د ښوونځيو د تړل کېدو لامل بېلا بېلې ستونزې يادوي، خو په وينا يې پوهنيز بهير کې فساد نه شته.

د افغانستان له گڼو ولايتونو په پرله‌پسې توگه ورته خبرونه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې په تېرو پينځلس کلونو کې د افغانستان د حکومتونو او د ملاتړو هيوادونو شعار افغانستان کې د تعليم عام کول و.

دولتي چارواکي که څه هم ډېری وختونه د ښوونځيو تړل کېدل د نا امنيو له امله بولي، خو سيمه‌ييز خلک پوهنيز بهير کې د پراخ فساد، د خيالي، بې سواده او آن ناپوه ښوونکو شتون او د چارواکو له لوري پوهنيز بهير ته نه پاملرنه هغه لاملونه یادوي، چې له امله يې کوچنيان له زده کړو پاتې کېږي.

بل لور ته نړيوال راپورونه دا هم څرگندوي، چې د جگړې پر مهال افغان امنيتي ځواکونه او وسله وال طالبان له ښوونځيو د سنگرونو کار اخلي، چې د راپورونو پر اساس دا کار د امنيتي ځواکونو له لوري د طالبانو په پرتله درې برابره ډېر کېږي.

Related Articles

Back to top button