افغانستانسلايډ

د پانگې اچونې کچه شپږدېرش سلنه راغورځېدلې

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو د خونې مسوولين وايي، چې هيواد کې د پانگې اچونې په وړاندې خنډونه ورځ له بلې ډېرېږي، چې له امله يې د پانگې اچونې کچه شپږ دېرش سلنه راغورځېدلې ده.

د سوداگرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي څرگنده کړې، چې د ناامنيو ډېرېدل، د پانگه اچونې لپاره د امکاناتو نه شتون او سوادگريزو توکو ته د بازار نه شتون هغه څه دي، چې له امله يې هيواد کې د پانگې اچونې کچه راټيټه شوې ده.

ښاغلي الکوزي زياته کړه، چې د نړيوالې ټولنې د مرستو له درېدو سره د خلکو د ژوند حالت مخ په خرابېدو شو او حکومت ونه توانېد د اقتصادي وضعيت د ښه کولو لپاره خپله زېربناوې فعالې کړي.

د سوداگرۍ او صنايعو خونې دغه چارواکي وويل: «له دې امله چې د پانگې اچونې وضعيت د دې حکومت له پيله له ننگونو سره مخ و، د شاوخوا دوه کلونو په تېرېدو اوس هم وضعيت ښه شوی نه دی او پانگه اچونه شپږدېرش سلنه راټيټه شوې ده».

د هغه په وينا د هيواد نږدې ټول سوداگر په گاونډيو هيوادونو تکيه کوي او له همدې هيوادو افغانستان ته توکي راننباسي.

خو ښاغلي الکوزي بيا هم هيله وښوده، چې د اقتصادي وضعيت د ښه کېدو اميدونه شته او ځينې وروستۍ لاسته راوړنې يې ژوندۍ بېلگې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button