افغانستانسلايډ

«بهرنيان دې ووځي، افغانان په خپلو کې سره جوړيږي»

د قطر پلازمېنه دوحه کې د پگواش څېړنيز مرکز له لوري د افغان کړکېچ په اړه د دوه ورځنۍ غونډې په لومړۍ ناسته کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر شيرمحمد عباس ستانکزي د خپل غورځنگ کړنلاره او موقف په ديارلسو پاڼو کې ولوست.

ښاغلي ستانکزي د افغانستان د تېرو څلوېښت کلونو ناخوالو پړه پر بهرنيانو او کورنيو واکمنانو واچوله. «د ۲۰۰۱ اکتوبر کې پر افغانستان د امريکا يرغل د افغانانو د کړاوونو نوی باب پرانيست او تر اوسه روان دي، زموږ په موقف دا دی، چې د افغانستان کشاله د زور او جگړو له لارې نه، بلکې د خبرو له لارې حل کېدای شي.»

ښاغلي ستانکزي وويل، چې دوی د مادي گټو او لاسته راوړنو په موخه «جهاد» نه دی پيل کړی، بلکې «زموږ جهاد او مبارزه يوازې او يوازې د اشغال د پای ته رسولو او اسلامي نظام د قيام لپاره ده.»

د طالبانو د سياسي دفتر مشر د سولې په اړه وويل، چې بايد د شخصي او گوندي گټو قرباني نه شي، پر حکومت او بهرنيانو يې تور ولگاو، چې د سولې لپاره ژمن نه دي.

شېرعباس ستانکزي د سولې لپاره د مقدماتي شرطونو په اړه زياته کړه: « د اسلامي امارت رسمي ادرس، له تورو ليستونو د مشرانو نومونه لرې کول، د طالبانو په نوم نيول شوي خلک خوشې کول، له زهرجنو تبليغاتو لاس اخيستل او د سولې قوي جهتونو او تنظيمونو له لوري له ټينگ او باوري ضمانت پرته هېواد کې رښتينې سوله ناشونې ده.»

د ښاغلي ستانکزي په وينا د افغان کړکېچ دوه اړخونه ډېر مهم دي. کورني او بهرني. بهرني اړخونه به له بهرنيانو په ځانگړې توگه د امريکا متحده ايالتونو سره مخامخ وڅېړل شي او هغه ستونزې تر افغانانو پورې محدودې دي، افغانان کولای شي، چې دغه ستونزې د خپلمنځي پوهې او تفاهم له لارې يې حل و فصل کړي.

د طالبانو استازي د خلکو او نړيوالو ځينو تورونه او گواښونو په اړه وويل، چې هېواد کې ټاپي پروژه، د ملي تاسيساتو او عام المنفعة ځايونو جوړول، مدني فعاليتونه، د بيان ازادي او د ښځو حقونو ته بشپړ درناوی لري او دا کارونه د ولس پرمختګ او سوکالۍ لپاره اړين بولي.

د طالبانو د سياسي دفتر مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې د سولې اړوند وويل، چې د دوی مبارزه د بهرني «اشغال» د پای ته رسولو او اسلامي نظام د قيام لپاره ده او تر څنګ يې زياته کړه، چې د دوی ټولې هڅې د خپل هېواد پورې محدودې دي، د هېچا په چارو کې مداخله نه کوي او نه هم نورو ته د مداخلې کولو اجازه ورکوي.

ښاغلي ستانکزي د خپلو خبرو په پای کې ژمنه وکړه، چې د دوی غورځنگ د ټولو هغو هڅو او مشورو ملاتړ او هرکلی کوي، چې اسلامي اصولو او ملي گټو سره په ټکر کې نه وي او د هېواد او هېوادوالو په گټه وي.

«د افغان کشالې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو اړينه خبره دا ده؛ له طالبانو سره مخامخ خبرې وشي او له نورو ادرسونو د سولې خبرې د وخت ضياع ده.»

افغان حکومت د پگواش په دې غونډه کې گډون نه دی کړی.

د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني وايي، چې دوی د سولې په اړه څلور اړخيزې ناستې پيل کړي او داسې غونډو کې گډون ورته «نامناسب او بې ځايه ښکاري.»

د سياسي چارو شنونکی او ژورنالېست نظر محمد مطمين وايي، چې تېر کال د لومړي ځل لپاره طالبانو او افغان چارواکو د پگواش غونډه کې مخامخ خپلې اندېښنې او خبرې سره شريکې کړې او دا ځل  افغان ولسمشر اشرف غني ځکه د پگواش غونډې سره خپل پرېکون اعلان کړ، چې دوی سولې ته ژمن نه دي.

 

د سياسي چارو شنونکي، د کابل پوهنتون استاد او د پگواش کنفرانس گډونوال ډاکټر فيض محمد ځلاند د سولې اړوند د پگواش غونډه د سولې لپاره گټوره او د طالبانو وړانديزونه يې معقول وبلل.

د ښاغلي ځلاند په وينا هېواد کې ځينې سوادگرې څېرې غواړي، چې سوله رانه شي او له همدې امله د سولې پر وړاندې خنډونه راپيدا کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button