اسلامسلايډ

اخلاق څومره مهم دي؟ (۱)

اکرام الدين واصل
هره فلسفه کې اخلاقيات خپل ځای او اهميت لري، مګر اسلامي فلسفه د اخلاقو د اهميت په اړه تر ټولو غوره تفسير لري، چې هيڅ دين او فلسفه ورسره نه شي برابرېدای. نږدې څلور يا پينځه وجې د اخلاقو د اهميت لپاره ښودل کيږي :
محمدي رسالت د اخلاقو لپاره :
په دې اړه دوه حديثونه ډېر د پام وړ دي، مګر له احاديثو مخکې دې ته پام په کار دی، چې دومره د جديت دين چې ټوله نړۍ د ژوند په هر اړخ کې ننګوي، د راتګ باعث يې اخلاق ګڼل کيږي. دغه خبره که سړی په خپل تصور کې ځان سره تلي، نو شايد ذهن تر ډېر لرې ځايه لاړ شي او د اخلاقو د اهميت په اړه قانع شي.
له محمدي بعثته راواخله تر دا اوسه څومره ککرۍ د دې دين په ننګه رغړېدلي، څومره ځوانۍ لوګی شوي، څومره روحونه د خونړيو دريځونو نذرانه شوي، څومره تنې خاورې شوي، په يوه وجه يې باعث په انسانانو کې د عالي اخلاقو پخلی او ترسيخ دی. ابو هريرة رضي الله عنه په يو حديث کې روايت کوي، چې مسند بزار ذکر کړي : عَن أَبِي هُرَيرة، عَن النَّبِيّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيه وَسَلَّم قال: إنما بعثت لأتمم مكارم الأخلاق.
يعنې زه د دې لپاره رالېږل شوی يم، چې اخلاقي معيارونه پوره کړم. همدا ډول په نورو روايتونو کې دې ته ورته خبره شوې. داسې خو سړی نه شي ويلی، چې د دين د راتګ يوازينۍ وجه همدا ده، مګر د فضيلت په باب کې په دې خبره کېدای شي، چې د اسلام د راتګ باعث د نېکو اخلاقو معيارونه ټاکل دي، نو معلوميږي، چې اخلاق په اسلام کې د اردو ژبو په محاوره يو غيرِ معمولي عمل دی.
په مسندِ احمد کې يو حديث ذکر دی، چې د دين تشريح په نېکو اخلاقو کوي، وايي رسول عليه السلام څخه پوښتنه وشوه، چې دين څه شی دی؟ هغه صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : دين نېک خويي ده. سئل رسول الله صلی الله عليه وسلم : ما الدين ؟ قال حسن الخلق. وسئل ما الشؤم؟ قال : سوء الخلق.
که د دين تعريف په يو ځواب کې په نېکو اخلاقو کيږي، نو بې له شکه چې د اخلاقو په اعظمي اهميت دلالت کوي.
اخلاق د عباداتو ظاهري او عاجله نتيجه ده :
د قران کريم په ډېرو ايتونو کې غټ اعمال ظاهرا اخلاقي معيارونو پورې تړلي ښودل کيږي، يعنې د قبوليت نښه يې همدا وي. مثلا الله جل جلاله فرمايي : إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ.
امام نسفي رحمه الله دې ايت لاندې دوه حديثه ذکر کړي. يو کې وايي، چې رسول عليه السلام ته د يو تن خبره وشوه، چې دا پلانی د ورځې لمونځونو کې شريک وي، مګر د شپې غلاوې کوي، پېغمبر عليه السلام وفرمايل : مونځ به يې له غلاو منع کړي. بل روايت کې يې د حسن رضي الله عنه قول راخيستی، چې څوک مونځ هم کوي او له بديو، نه منع کيږي، دی لمونځ نه کوي.
همداسې صورتونو کې د تربيې علماء ليکي، چې څوک د خپلو اعمالو د قبوليت په اړه ځان ته عاجل معلومات غواړي په خپلو اخلاقو دې سوچ وکړي. که ښه وو، نو د اعمالو د قبوليت يوه علامه او زېری دی، که نه نو په خپلو اعمالو دې ووېرېږي. همدا ډول د روژې په اړه يو حديث کې راځي، چې څوک په روژه کې قولي او عملي دروغ پرېنږدي، الله جل جلاله د ده روژې ته هيڅ اړتيا نه لري، چې ځان وږی او تږی کړي. هسې خو الله جل جلاله د هيچا روژې ته اړتيا نه لري، مګر مانا دا ده، چې د دې بد اخلاقه سړي روژه الله جل جلاله نه قبلوي. ابوهريرة رضي الله عنه روايت کوي، بخاري شريف ذکر کړی : مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالعَمَلَ بِهِ، فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ.
د زکاة په اړه قرآن کريم همداسې يوه اخلاقي پايله دنيا کې ښيي. پېغمبر عليه الصلاة والسلام ته وايي، د دوی د مالونو صدقې واخله، چې د دوی تزکيه وکړي، د دوی باطن له حرص او بخل څخه پاک شي. حرص او بخل بالاتفاق بد اخلاقي ده. فرمايی : خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا.
د حج په اړه همداسې اخلاقي اصلونه ښودل شوي، چې حج کې بايد له بد اخلاقيو، جنګ جګړو ځان وساتل شي. الله جل جلاله فرمايي : فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ . حج کې فحش خبرې، فاسقانه اعمال او جنګ جګړې او سپکې سپورې نه شته. د دې اعمالو دې نتايجو ته چې سړی ځير شي، معلوميږي، چې رښتيا هم دا دين د اخلاقو د ترسيخ او پخولو لپاره راغلی او رښتيا هم محمد صلی الله عليه وسلم د اخلاقي معيارونو د ټاکلو لپاره راغلی.
نور بيا

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button