ټولنهسلايډ

په افغانستان کې ۱۰۰۰ کاله پخواني يهودي خطي نسخې موندل شوي

په افغانستان کې په يهودي ژبه سل يهودي ليکلې نسخې موندل شوي دي چې ګومان کېږي چې شاوخوا زر کاله وړاندې ليکل شوي او دلته پرېښودل شوي دي.

رشيا ټوډې خبري پاڼه راپور ورکوي چې دغه ليکل شوې نسخې د باميان د يوه غره په سوري کې موندل شوې دي. له موندل کېدو وروسته ليني وولف، د تاريخي آثارو اسراييلي تجار پېرودلي دي. څېړونکي د دغې نسخې په موندلو ډېر خوشاله دي.

راپورونه وايي چې دغه ليکل شوې نسخې په باميان کې د ورېښمو پر لار موندل شوي. د ليکلې ژبې په اړه ويل شوي دي چې په آرامي، عبري، فارسي، يهودي عربي او يهودي فارسي باندې ليکل شوي دي. ګومان کېږي چې دغه ليکل به له هغې يهودي کورنۍ څخه پاتې شوې وي چې د ورېښمو پر لار اوسېده، او د دې امکان هم شته چې ځينې سوداګرو د ورېښمو پر لار د مزل پر مهال دغه ليکل پرې اېښې وي.

دغه راز څه موده وړاندې د مصر په پلازمېنه قاهره کې، په يوه يهود عبادتځای کې هم درې سوه يهودي ليکل شوې نسخې موندل شوې وې. وولف په ۲۰۱۳م کال کې هم ۲۹ نسخې موندلې وې، او په قدس کې يې د اسراييل ملي کتابتون کې ځای پر ځای کړې وې.

په افغانستان کې د موندل شوې ليکل شوې نسخې د موضوع په اړه ويل کېږي چې ديني، سوداګريز او قانوني مسايل په کې څېړل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button