ژباړه: نیلاب شینواری
ځینې وخت انسانان له دلیل پرته د کمزورۍ او سستۍ احساس کوي او نه پوهېږی چې لامل یې څه دی. پوهانو په دې اړه څېړنې کړي او دغه ۴۹ لاملونه یې په گوته کړي چې د انسان د سستۍ، تمبلۍ او کمزورۍ لامل گرځي:
- له دفتر او رسمي کار وروسته ورزش کول؛
- له لږ خوب وروسته ورزش کول؛ په دې معنا چې د شپې باید په بشپړه توگه استراحت وکړو او سهار بیا ورزش ته وخت ورکړو؛
- د سهارنۍ نه خوړل؛
- له خوب څخه مخکې په کمپوټر، مبایل او آیپډ کې مطالعه کول؛
- د شپې له لوري د نیشهيي توکو کارول؛
- په خوب کې سابندي «له دې ناروغۍ مېرمنې ډېرې کړېږي»؛
- سهار د خوب ساعت بندول؛
- منفي فکر کول؛
- په لاره کې خم، خم تلل «گرځېدل باید د ملا په گوږوالي کې ونه شي»؛
- له تازه هوا څخه گټه نه پورته کول؛
- د ورزش نه کول؛
- د ویتامین بی ۱۲ لږوالی؛
- د اوبو لږ څښل؛
- د خوږلنو خوراکونو ډېر کارول؛
- د وچو میوو ډېر خوړل؛
- د بې غوړه مستو لږ خوړل؛
- د وچو چپسو ډېر خوړل؛
- د کافي ډېر کارول؛
- د بازاري جوسونو ډېر کارول؛
- د انرژیو ډير څښل؛
- د ووریو میکروب؛
- د فلټر شوو اوبو ډېر استعمال؛
- له خوب وروسته په بسترې کې د مبایل کارول؛
- د ورزش په دوران کې وخت ته ډېره پاملرنه؛
- د اوبو لږ کارول؛
- په کور ډېره ناسته او د لمر له وړانگو څخه لرې والی؛
- د شپې له لوري غسل کول؛
- د وینې لږوالی؛
- د شکر په ناروغۍ اخته کېدل؛
- خفگان او تشویش؛
- د مفصلونو درد؛
- د جلدي ناروغۍ لرل؛
- د ویده کېدو د خونې بې نظمي؛
- د ماښامنۍ نه خوړل؛
- ډېر خوب کول؛
- ډېر د سترگو بندول او د ارامۍ احساس کول یا نیپنک؛
- د حمل اخیستل؛
- ډېر د خبرونو اورېدل؛
- د سهارنۍ خوړل په خپل مناسب وخت کې، ځینې خلک د کار په ځای کې سهارنۍ خوري؛
- دوه کاره په یو وخت کې کول؛
- د کار او ژوند په نورو برخو کې بې نظمي؛
- د کیلو لږ او یا هم ډېر خوړل؛
- د کچالانو ډېر کارول؛
- شاوخوا ته د تېزو رنگونو کارول؛
- په تېرو پښېمانتیا؛
- په خپل ځان باور نه لرل؛
- په غلط ډول ویده کېدل؛
- له ډېر نرم سربېږدي څخه کار اخیستل؛
- د شپې له لوري د غاښونو چیچل.