روغتيا

کوم هېواد په لومړي وار سګرټ منعه کړل؟

سګرټ د اوسنۍ زمانې یو له هغو ستونزو دی چې ټول بشريت ورسره مخ دی. ځکه سګرټ نه یواځې په څکونکي بلکې د شاوخوا خلکو پر روغتيا هم اغېزه کوي.

د لومړنيو معلوماتو له مخې د ترکمنستان ولسمشر د تنباکيزو  توليداتو خرڅلاو منعه کړی.

د چورنو ټي ام (Chrono-TM) وېبپاڼې په اند، نوې مسوده د ټولو تنباکيزو توليداتو په خرڅلاو بنديز لګوي. کوم دوکانونه چې د یادې مسودې له مقرراتو سرغړونه وکړي او د سګرټو پلورلو پر وخت ونېول شي تر ۱۲۰۰ یورو به جرمانه کېږي.

د یادونې وړ ده چې، د ترکمنستان هېواد  په منځنی اسیا کې پروت دی. چې جنوب ختيځ ته يې افغانستان، جنوب او جنوب لوديځ ته يې ايران، ختيځ او شمال ختيځ ته يې ازبکستان، شمال او شمال لوديځ ته يې کازاخستان هېوادونه او لوديځ ته يې قزوين سمندر پروت دی. ترکمنستان يوازې پر همدې سمندر تکیه کوي. ترکمنستان د شوروي اتحاد جمهوري هېوادونو څخه و او د شوروي ترکمانيا سوشاليست جمهوريت په نوم یادېده. په ۱۹۹۱م کې د شوروي اتحاد له ټوټې کېدو وروسته ترکمنستان یو ازاد مستقل دولت شو . ياد هېواد ۴۸۸۱۰۰ کيلو متره مربع مساحت لري.

به ۲۰۰۹م کال کې د ترکمنستان توليدات په مجموعي ډول تر ۶.۱  سلنه لوړ شول، چې په دې سره يې په نړيواله کچه ۱۶م مقام ترلاسه کړ. ترکمنستان د نړۍ په کچه د غازو څلورمه ستره ذخيره لري. ځينې سيمې يې ډېرې طبيعي منابع لري او د قره قوم دښتې يې د هېواد اکثره برخه تر پوښښ لاندې راوستې.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button