روغتيا
حافظه څه ته وایي ؟
ژباړن : عطا محمد میاخېل
حافظه د هغو مسایلو او موضوعاتو په یاد راوړل دي، چې پخوا حافظې ته سپارل شوي دي . یو فرد ښایي دا مسایل د روزنې یا تجربې له لارې حافظې ته سپارلي وي . د بېلګې په توګه : درس لوستل، مطالعه، کار کول او له بېلا بېلو لارو د تجربې لاسته راوړل، د معلوماتو لاسته راوړل او یاد ته سپارل دي .
حافظه د پخوانیو مطالبو او معلوماتو را په یادولو له پاره ډېره مهمه ده، ځکه چې د نوو مطالبو د زده کولو او یاد ته سپارلو اساس او بنسټ دی . که چېرې د یوې موضوع یوه برخه مو هېره کړې وي، نه شئ کولای د یادې موضوع په اړه نوي او تازه مطالب په خپله پوهه باندې ور زیات کړئ، مګر دا چې لومړی باید هېر شوي مطالب د دویم ځل له پاره زده کړئ او وروسته له دې په هغې باندې نوي مطالب ور زیات کړئ . د بېلګې په توګه : تاسو مخکې زده کړي دي، چې زړه د بدن یو مهم غړی دی او څه ډول جوړښت لري . که چېرې اوس وغواړئ، چې د زړه د کړنې د څرنګوالي او د بدن بېلابېلو برخو ته د وینې رسولو د سیستم په اړه یې نوي مطالب یاد ته وسپارئ، نو اړینه ده، چې لومړی باید خپل پخواني معلومات یاد ته راوړئ، که چېرې هېر کړي مو وي، نو مجبور یاستئ، چې لومړی د زړه د جوړښت په اړه مطالب د دویم ځل له پاره زده کړئ او وروسته د وینې رسولو د څرنګوالي په اړه یې مطالعه وکړئ .
په دې ترتیب تاسو کتلی شئ، چې هېرجن اشخاص تل اړ دي، چې د خپل ځواک او ارزښتمن وخت یوه برخه د هېر شوو مطالبو د دوه ځلي او یا څو ځلي زده کړې له پاره ولګوي او په پایله کې له هغو اشخاصو څخه چې پیاوړې حافظه لري شاته پاتې شي .
مطالب څنګه حافظې ته سپارل کېږي ؟
له بده مرغه تر اوسه پورې دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویل شوی او پوهان په دې برخه کې د سم او بشپړ ځواب په موندلو کې پاتې راغلي دي . معلومه شوې نه ده، چې انسان څنګه په خپلو ماغزو کې مطالب را ټولوي او په څه ډول د اړتیا پرمهال په خپلو ماغزو کې له زېرمه شوو مطالبو څخه ګټه اخلي . البته د یو شمېر پوهانو له خوا ډېر نظرونه وړاندې شوي دي، چې د ځینو موادو جوړېدو او په مغزي حجراتو کې د کېمیاوي او فزیکي بدلونونو پیدا کېدو ته پکې اشاره شوې ده، مګر دغه راز ویل شوي دي، چې دا نظریه په بشپړه توګه نه تائید شوې .
څو ډوله حافظه شتون لري ؟
پوهان وایي چې انسان درې ډوله حافظه لري : حسي حافظه، لنډ مهالې حافظه او اوږد مهالې حافظه .
حسي حافظه :
ډېره لنډه حافظه ده، چې په هغې کې معلومات د څو شېبو له پاره د بدن په حسي غړو کې پاتې کېږي او وروسته له منځه ځي . د مثال په توګه : سترګه (د لیدلو حس) د لنډ مهالې حافظې لرونکې ده، چې کولای شي د انځورونو یاد د لنډې مودې له پاره شاوخوا د یوې ثانیې د لسمې برخې له پاره په ځان کې ساتي .
لنډ مهالې حافطه :
هغه حافظه ده، چې معلومات تر هغه وخته پورې ساتي، چې تاسو یې په اړه فکر کوئ . د بېلکې په توګه : کله چې غواړئ، کوم ځای ته ټیلیفون وکړئ، نو د ټیلیفوني شمېرو د یاد داشت کتابچې ته مراجعه کوئ او خپله د پام وړ شمېره پیدا کوئ او تر شمېرې نیولو پورې هغه له ځان سره ورو ورو تکراروئ، شمېره ډایل کوئ او خبرې کوئ . مګر وروسته له دې هغه شمېره بېرته نه در په یادوئ، ځکه چې هغه مو خپلې لنډ مهالې حافظې ته سپارلې وه او د دې حافظې ځانګړتیا داده، چې مطالب د لنډ مهال له پاره په ځان کې ساتي.
اوږد مهالې حافظه :
هغه حافظه ده، چې معلومات د ډېر وخت ( څو دقیقو تر کلونو ) پورې په هغې کې ساتل کېږي . خپل او د خپلې کورنۍ نوم، د مېوو نومونه، د ورځنیو کارونو د ترسره کېدو لارې چارې لکه : د غاښونو برسول او ډېر نور کارونه په اوږد مهالې حافظه کې ځای لري . هغه مطالب چې اوږد مهالې حافظې ته ننوتي وي، په ځنډ سره هېرېږي .