روغتيا

په سهار کې مستې او مېوه وخورئ

ژ: حمیدالله حمیدي
د سهار د چایو پر ځای د مستو او نورو مېوو کارول د دې لامل ګرځي څو د غرمې تر ډوډۍ پورې د نورې اضافي غذا له خوړلو ځان وژغورئ.
زموږ په ټولنه کې معمول دا ده چې مېوه له ډوډۍ وروسته کاروو، خو طبي څېړونکو دا ثابته کړې ده، هغه کسان چې تر ډوډۍ مخکې مېوه خوري، د مناسب اندام درلودونکي دي. د مستو خوړل په ټوله کې ګټور دي، خو که د سهار د چای پر ځای وخوړل شي، ګټه به یې دا وي چې وجود مو د ناروغیو پر وړاندې مقاومت پیدا کوي.
مستې په خپل ترکیب کې په ډېره اندازه پروټین او ویټامین (بي) لري. څېړنو ښودلې چې په یو ګیلاس مستو کې ۱۵۵ کالوري انرژي، ۱۳ ګرامه پروټین، ۱۲ ګرامه کاربوهایدريت او ۳،۸ ګرام غوړ موجود دي. دغه راز مستې په خپل ترکیب کې په زیاته کچه کلیسم، مګنیزیم او پوتاشیم هم لري چې د بدن د ضرورت وړ موادو له ډلې څخه شمېرل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button