روغتيا
هند کې د سيلفي پر مهال محصلين اوبو کې ډوب شوي

د هندوستان په اوتار پرادېش سيمه کې دوه تنه محصلين په داسې حال کې په اوبو کې ډوب شوي دي چې غوښتل يې سيلفي انځورونه وباسي.
بي بي سي انګليسي د هندي رسنيو په حواله ليکي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې سيمه ييزو محصلينو د سيند شاوخوا قدم وواهه او غوښتل يې سيلفي انځورونه وباسي.
سيمه ييزو پوليسو يادې سرچينې سره په خبرو اترو کې ويلي دي چې د محصلينو يوه ډله د سيند خوا ته تللې وه او غوښتل يې چکر ووهي او انځورونه وباسي. دوه تنه محصلين اوبو کې ډېر دننه شوي وو او غوښتل يې ښکلي سيلفيان وباسي، خو دوی د سيلفيانو وېستو پر مهال خپل توازن له لاسه ورکړی او اوبو کې ډوب شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په هندوستان کې د سيلفي پر مهال ډېر کسان وژل شوي دي. له همدې امله په ځينو ځايونو کې د سيلفي وېستونکو له پاره ګواښنده لوحې هم ليکل شوي دي.