ميرويس درانی
د هندوانې د راپيدا کېدو کيسه له ويټنامه پيل شوې. فلکلوري کيسې وايي چې يو مهالې، ډېر پخوا، چې نه يې تاريخ چا ته معلوم دی او نه دقیق آدرسونه، خو ويټناميان د وخت د پاچا او زوی نوم يې يادوي. پاچا ډېر جنګي سړی و. لکه د نورو پاچايانو په څېر يې فتوحات او د نورو ځمکې نيول خوښول.
زوی يې بيا بيخي بدل و. هغه جګړه نه خوښوله، سوله يې خوښوله. بله ورځ پاچا امر وکړ چې پر فلاني ځای ورمرش شئ او فتحه يې کړئ. زوی يې، چې جګړه يې نه خوښوله، د پاچا امر ونه مانه. پاچا ډېر غوسه شو او امر يې وکړ چې شهزاده له ملکه وباسي او يوه داسې جزيره کې يې ميشت کړي، چې هلته نه ژوند وي، نه آبادي او نه د ژوند کولو وسايل.
شهزاده يادې جزيرې ته له خپلې مېرمنې سره واستول شول. هغه په جزيره کې له څه مودې تېرولو سخت ستړی او وږی شو. نه د خوړلو له پاره څه وو او نه د ژوند کولو ځای. نو ښکار يې شروع کړ او په ډېره سختۍ يې خپل ژوند پرمخ بېوه. ستړی ژوند همداسې پرمخ روان و. بله ورځ يوه مرغۍ راغله او په خوله کې يې يوه دانه وه. دانه يې وغورځوله او نوره لاړه. شهزاده او مېرمنې يې زړه نازړه دانه وکرله، خو پوهېدل نه چې دا به د څه وي او څه به وکري.
ورو ورو د دانې په ځای کې بوټی شين شو او بوټي هره ورځ لويېده. شهزاده او مېرمن يې ورته خوشاله وو. ورو ورو بوټی مېوه ورکړه، خو شهزاده پوهېده نه چې دا څه ده؟ ښه ده که بده؟ تاوان کوي او که زهر دي؟ په همدې زړه نا زړه و، بله ورځ يې کتل چې يو مارغه راغی او په خپله ټونګه يې دا مېوه وټومبله او دننه يې شته سره مواده وخوړل. شهزاده خوښ شو او پوه شو چې د خوړو څيز دی.
شهزاده او مېرمنې يې هم خواړه شروع کړل. بله ورځ جزيرې ته سوداګر راغلل، شهزاده دغه مېوه په سوداګرو خرڅه کړه او په مقابل کې يې نور خوراکي مواد ترې واخيستل. سوداګرو دا مېوه يې ويټنام ته يوړه. هلته چې پاچا وليده ډېره يې خوښه شوه او پوښتنه يې وکړه چې دا يې له کوم ځای څخه راوړې. سوداګرو د شهزاده جزيره ورپه ګوته کړه.
پاچا چې خبر شو چې دا مېوه يې زوی کشفه کړې، ډېر خوشاله شو، خو په خپل حال ډېر خپه شو. ځکه هغه جګړه کې يې ډېر تاوان کړی و، مګر شهزاده ډېره ښه مېوه پيدا کړې وه. پاچا امر وکړ چې خپل زوی او مېرمن يې په تشريفاتو بېرته خپل وطن ته راستانه کړي.
دا مېوه هندوانه وه.