افغانستانسلايډ

ښرنه: زرگونو کسانو د ډرون بريدونو پر ضد لاريون وکړ

د پکتيکا مرکز ښرنه کې نن د جمعې له لمانځه وروسته زرگونو کسانو د ډرون الوتکو د هغه بريد پر ضد لاريون وکړ، چې دوه اوونۍ وړاندې يې گومل ولسوالۍ کې شل تنه ښوونکي، ولسي وگړي او قومی مخور ووژل.

لاريون کوونکو د بهرنيو ځواکونو او دولت پر ضد شعارونه ورکړل او د وژل شويو کسانو د دوژونکو د محاکمه کولو غوښتنه يې وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د پکتيکا چارواکي لا هم ټينگار کوي، چې د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په دغه بريد کې وژل شوي کسان ټول وسله وال طالبان دي، او عام وگړي نه دي. چارواکي د دې دليل دا وړاندې کوي، چې له وژل شويو کسانو سره وسلې وې، خو د پکتيکا اوسېدونکي وايي، وژل کسان ټول عام وگړي وو.

لاريون کوونکو په هيواد کې روانې ټولې ستونزې د امريکايانو په شتون پورې تړلې وبللې. د لاریون يو تن تنظيموونکي وويل: «افغانستان کې د هرې بدبختۍ تر شا د دوی لاس دی». لاريون کوونکو دولت له دې امله گرم وباله، چې د بهرنيو ځواکونو پر هر «ظلم» چوپ پاتې وي.

لاريون کوونکو د لاريون په پای کې يو پرېکړه ليک کې پرېکړه وکړه، که غوښتنو ته يې ځواب ونه ويل شي، لاريونونه به تر پلازمېنې کابله ورسوي. پرېکړه ليک کې ويل شوي: «امريکايان د افغانانو دښمنان دي او د هغوی له وژلو خوند اخلي».

افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو له بريد څو ورځې وروسته وويل، په دې اړه به پلټنې وکړي، چې وژل شوي وگړي څوک دي، خو تر اوسه يې د دغو پلټنو پايلې اعلان نه کړې.

د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د ننگرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې هم د بهرنيو ځواکونو د يوه بريد په پايله کې اووه ولسي وگړي ووژل شول، چې مېرمنې او کوچنيان هم په کې وو.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د گومل پېښه په سختو ټکو غندلې وه. د نوموړي له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي وو، چې افغانان به د بهرنيو ځواکونو د دغو بريدونو پر ضد چوپ پاتې نه شي.

Related Articles

Back to top button