روغتياسلايډ

غټه خېټه مو ولې نه اوبه کېږي؟ (څو علتونه)

ښايي دا ډېره موده مو دې ته اندېښنه وي چې هم وزرش کوئ، هم له خوراکونو سره احتياط کوئ او د وزن د کمي د لارو چارو فکر او پلان درسره وي، خو بيا مو هم د خېټې وازدې نه کمېږي! دا څو لاملونه لري چې بايد ورته پام ولرئ. موږ هڅه کړې چې اساسي علتونه يې در په ګوته کړو:

حرکت کوئ، مګر مناسب نه:

منډه، ډېر پياده ګرځېدل، دغه راز درانه کارونه وزن کموي. ښايي تاسې هم د وزن کمولو په موخه حرکتونه ترسره کوئ، خو ډېر تاثير يې نه وينئ. د دې لامل دا کېدای شي چې تاسې مناسبه اندازه حرکت يا ورزش نه کوئ.

دا سمه ده چې د ورځې ښکته و پورته ګرځېدل او په پارک کې قدم وهل وزن کمولو ته ګټه رسوي، خو دا ډېره لږه ګټه لري او بايد خپل حرکت ډېر کړئ.

ښايي له سينډروم کوشنګ سره مخ ياستئ:

دا ناروغي ډېره نادره ده، خو معنا يې دا نه ده چې بيخي نه شته. دغه ناروغي د کورتيزول په نامه هورمون توليد زښت ډېروي چې له امله يې وازده نه اوبه کېږي. دغه مرض د خېټې شاوخوا وازده لا ډېروي.

د دغه مرض نښې دا دي چې مخ ډېر چاغېږي، عضلې په کې اوبه کېږي، رنګ خراپوي او پوستکۍ نری کوي.

له شوره ډک چاپېريال کې اوسېږئ:

هو، شورماشور هم د انسان پر وزن اثر لرلای شي. يوه سويسي څېړنه وايي چې د سټاکهولم د سيمې پر اوسېدونکو د شورماشور تاثير ليدل شوی دی.

د دې لامل دا دی چې شورماشوري ځای کې انسان آرام خوب نه شي کولای او د ستړيا احساس په کې ډېر وي، چې دا پر وزن مستقيم تاثير لري.

سګرېټ څښوئ:

سګرېټ څښول د انسان پر بدل ډېر منفي تاثير لري. سګرېټ نه يوازې د انسان وزن ډېروي، بلکې د سرطان په څېر نور خطرناک مرضونه هم رامنځ ته کوي او د ډاکټرانو پر وينا، د انسان عمر کموي.

مناسبه اندازه خوب نه کوئ:

ناسم خوب کول هم د انسان پر وزن مستقيم تاثير لري. د ۲۰۱۶م کال د مارچ په مياشته کې يوه امريکايي څېړنه وايي چې هغه کسان چې د شپې له يوولسو هاخوا خوب کوي د خېټې شاوخوا يې د وازدې ډېرېدو امکانات ډېر وي.

څېړنې ښکاره کوي چې هغه انسانان چې کافي اندازه خوب نه کوي او يا ناسم خوب کوي، وزن يې په ډېرې سختۍ کمېږي. دغه راز اسلام کې هم د شپې وختي خوب او سهار وختي پاڅېدو لارښوونه شوې.

 

Related Articles

Back to top button