اوږدمهالی ټوخی، لاملونه او د ژغورنې لارې چارې
د مرۍ خرابي، سوخت، د ساه اخيستو پايپ کې ډول ډول ميکروبونه، يا د سږو خراب والی د ټوخي ستر لاملونه پېژندل شوي او که په وخت يې درملنه ونه شي، کېدای شي خطرناکه ناروغي ترې جوړه شي.
ټوخی زوړ وي که نوی، وچ وي که لوند د ساه اخيستو له نظام او نورو ناروغيو سره ډېره اړيکه لري. د درملنې لپاره يې د طبي لارښوونو تر څنگ ځينې کورنۍ نسخې هم ډېرې گټورې ثابتې شوي دي.
سخت ټوخی شاوخوا درې اوونۍ وخت نيسي او هر ډول ټوخی چې وي، د تنفس نظام پر فعاليت مستقيم اغېز لري.
د سږو په پايپونو کې پرله پسې ستونزو او نقصان له امله سينه کې بروناکايټس پيدا کيږي او په لومړيو وختونو کې ناروغ له وچ ټوخي ځورېږي. که دغه مهال سمه درملنه ونه شي، نو د سږو په پايپونو کې بلغم ټولېږي، چې له امله يې سږي خپل فعاليت په سمه توگه نه شي کولای، چې بالاخره ناروغ په ساه اخيستو کې له ستونزو سره مخ کېږي او کېدای شي دا يوه وژونکې ناروغي ثابته شي.
موسم او ځان ژغورنه
د ساه اخيستو ناروغي يا پر دايمي ټوخي اخته ناروغان بايد د ژمي له راتلو مخکې ډېر احتياط وکړي؛ ځکه چې د سږو په پايپونو کې ټولېدونکی بلغم د ميکروبونو مرکز ګرځي او په ډېر لږ وخت کې وده کوي، په ټوخي او ساه اخيستو کې انسان له ستونزو سره مخ وي او کله بيا دا مرگونی هم ثابتېږي.
د زوړ ټوخي لاملونه
زوړ بروناکايټس يا د سږو د ميکروب تر ټولو ستر لامل سيګرټ دي، له څلوېښتو کالو زيات عمر لرونکي هر دوهم سيگرټ څښوونکی سړی د سږو په ناروغۍ اخته وي، چې څومره ډېر سيگرټ څښي، دومره ډېر به د سږو په ناروغۍ اخته کېږي.
د سږو له ناروغۍ د ځان ژغورنې تر ټولو غوره لاره دا ده، چې ژر تر ژره سيگرټ پرېښودل شي. د ډاکټرانو په وينا د سيگرټو له پرېښودو څلور اوونۍ وروسته ټوخی ختمېږي. هغه خلک، چې سيگرټ څښوي، د خښتو بټۍ يا کولې په کان کې کار کوي، د سږو په ناروغۍ د اخته کېدو چانس يې ډېر وي او که پر وخت يې درملنه ونه شي، نو سرطان ترې جوړېدای شي.
د سږو له ناروغۍ د ځان ژغورنې لارې چارې
له ټوخي او سينې ناروغيو د ځان ژغورنې ښه چاره دا ده، چې لومړی د اوسېدو په کوټه کې د هوا درجه له ۴۵ تر ۶۰ مناسبه وساتل شي.
له طعبي بوټو جوړ شوي درمل تل د اوږدمهالي ټوخي او مرۍ درد کې گټور ثابت شوي دي. د دې لپاره پخواني يونان کې نعناع يا پودينه او دې ته ورته شيان د سينې، مرۍ او سږو ناروغۍ لپاره ډېر گټور ثابت شوي دي.
د ټوخي ضد کورني درمل
د ټوخي زور د کمولو لپاره بايد خپله مرۍ له وچوالي وژغورو او د دې لپاره هغه گولۍ وزبېښل شي، چې مرۍ لمده ساتي.
د ليمو په اوبو دسمال لوند کړه او په سينه يې کېږده. يا د يو لیمو څلورمه برخه تورو مرچو سره په تړمو اوبو کې وخوړل شي، هم د سينې او ټوخي لپاره ډېر گټور دي.
تودو شېدو کې لږ شات واچوه، دې سره د سينې بلغم ډېر پاکېږي.
د مالګې په اوبو غرغړه وکړه، په پوزه يې تېرې کړه، دې سره د ساه اخیستو نظام کې اسانتيا راځي او تر څنګ يې بايد ژر ژر او غټې ساه اخيستو هم هڅه وشي.
تور مرچ
تور مرچ د بلغم په له منځه وړلو کې مرسته کوي. د دغې چای جوړولو لپاره یوه کاچوغه تور مرچ او دوه کاچوغې ګبین په یو ګیلاس کې واچوئ. په ګیلاس کې ایشیدلې اوبه هم زیاته کړئ، سر يي پټ او د ۱۵ دقیقو لپاره يي پریږدئ. له ټاکلې مودې وروسته يي وڅښئ. دغه چای د بلغم په له منځه وړلو کې مرسته کوي او د وچ ټوخي لپاره نه کارول کېږي.