په سختو حالاتو کې يو څوک بښل او مرسته ورسره کول عمر اوږدوي!

دا چې جوته ده، چې بښل تر انتقام اخيستلو ډېر ښه دي، خو اوس پوهانو ثابته کړې ده چې بښنه او له نورو سره مرسته د بدن پر روغتيا بشپړ اغېز اچوي او د عمر د اوږدوالي لامل کېږي.
د پوهانو ۵ کلنې څېړنې چې په ۸۴۶ کسانو یې کړې دي ، دا ثابتوي چې د هغو کسانو د مرګ احتمال چې د خپل ژوند د ډېر فشار او خپګان پروخت کې له نورو سره مرسته وکړي ، له هغو کسانو چې په عادي مرګ مري کم دی.
دا فشار او خپګان لرونکي شرايط کېدای شي ، په يوه سخته ناروغي مبتلا کېدل ، بېکاري، مالي ستونزې، او ياهم د خپل خپلوانو مرګ وي چې سړی ډېر پرې خپه وي ، که په همدې خپګان او ستونزه کې يو چا سره مرسته او يا بښنه وکړي عمر یې اوږدېږي او سلامتيا یې په برخه کېږي.
د امريکا د بوفالو پوهنتون مايکل جيپولين وايي: په سختو ، دردمنو او ناګوارو شرايطو کې د نورو بښل او مرسته ورسره کول د بښونکي په روغتيا کې مرسته کوي ، عمر یې ډېروي او د سټريس د منفي اغېزو په مقابل کې دا چاره ډېره ګټوره تمامېږي
نوموړی زياتوي زموږ نتيجه ګيري داده چې له نورو سره مرسته د مرګ ومیر د کچې په راکمولو کې د پام وړ کومک کوي موږپه ۵ کاله څېړنو کې دا ثابته کړه چې هغه کسان چې تر ډېر غم او فشار لاندې وخت کې یې له نورو سره مرسته او يايې ورته بښنه کړې د مړينې کچه يې ډېره کمه ده.
سرچينه:
Public Health
ژباړه:نوراحمد عایل