روغتيا
پوهان: انسان ته د خوگانو زړه پيوندول پيلېږي

امريکايي پوهانو خبر ورکړی، بيزو ته د خوگ د زړه پيوندولو ازمايل بريالي شوي دي او نږدې راتلونکې کې به انسانانو ته د خوگانو د زړونو پيوندول پيل شي.
امريکا کې د ميرلانډ روغتيايي پوهنتون د څېړنو څانگې په دې اړه راپور ورکړی دی.
يادو امريکايي پوهانو يوې بېزو ته د خوگ زړه پيوند کړی و او دوه نيم کاله يې د هغې د روغتيا څارنه کوله، چې بريالۍ بلل شوې ده.
پوهانو ډاډ ورکړی، چې نږدې راتلونکې کې به انسان ته هم د خوگانو زړه پيوندول پيل شي. خو دا نه دي ويل شوي، چې په دې سره به انسان کې نوي بدلونونه راشي او که همغسې به پاتې شي.