روغتيا

خوب کې خنډونه پيدا کېدل مو په گوزڼ اخته کوي

ايا تاسې په خوب کې له خنډونو او ستونزو سره مخ کېږئ؟ يعنې خوب مو گډوډ وي، بار بار مو خوب خرابېږي يا مو خلک له خوبه باسي، نو موږ بايد پر دې پوه شو، چې دا ډول کړنې او ستونزې مو په گوزڼ اخته کولای شي.

د کاناډا ټورنټو پوهنتون په نوې طبي څېړنې کې راغلي، چې کوم خلک په خوب کې کړاوونو او خنډونو سره مخ کيږي، سم خوب نه ورځي او يا بار بار له خوبه ويښېږي، يا يې بل څوک د خوب پر وړانډې خنډ وي، نو دغه خلک په گوزڼ اخته کېدای شي.

د څېړنې له مخې د داسې خلکو په رگونو کې وينه غوټه کيږي او دغه کار د گوزڼ مستقيم لامل گڼل کېږي.

څېړنه زياتوي، چې د شپې بيا بيا د سترگو خلاصېدل او له خوبه پورته کېدو سره د وينې رگونو او دماغي حجرو ته زيان رسېږي، چې له امله يې په رگونو کې وينه غوټه کېږي.

ډاکټران وايي، دا ډول ستونزې نه يوازې د گوزڼ لامل گرځي، بلکې دماغي فعاليت هم ورسره کمزوری کېږي.

د څېړنې پر مهال د ۳۱۵ کسانو په روغتيا څېړنه شوې، چې اويا سلنه يې ښځې وې. د څېړنې په پايله کې راغلي، چې خوب کې د خنډونو له امله ۶۱ سلنه خلکو په رگونو کې د وينې غوټه کېدو له امله له ډول ډول ناروغيو سره مخ شوي او ۲۹ سلنه يې په گوزڼ اخته شوي دي.

د ټورنټو پوهنتون طبي مجله «سليپ ژورنال» د بې خوبۍ په ناروغۍ اخته کسانو ته سپارښتنه کوي، چې بايد خپل ځان او روغتيا ته متوجه شي او د خپلې درملنې له لارې د بې خوبۍ مخنيوي وکړي، ټولې هغه لارې چارې وسنجوي، چې د بې خوبۍ لامل وي او ځان ترې خلاص کړي.

څېړونکي وايي، په دې اړه بايد نورې څېړنې هم وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button