روغتياسلايډ

دکدو اووه روغتیايي ګټې، چې پخوا ترې خبر نه وئ

ژیړ کدو، چې رنګ یې شاتو ته ورته وي، له موسمي سبزیو ګڼل کیږي، خوند یې ښه ، کولای شئو چې ځوښ یې کړې یا وریت. په ښوروا او نورو خوړو کې ترې ګڼې ګټې اخستل کیږي، دکدو حلوا، چې له شاتو سره ګډه شوې وي،بیا بېل خوند لري، پردې سربېره دکدو زړي، چې خلک یې دساتیرۍ یا خوند لپاره خوري، ډېرې روغتیايي ګټې لري.
کدو دهاضمې سیستم لپاره ډېر ګټور دی، معده هم نرمه ساتي، د کدو په ترکیب کې ۸۳٪ اوبه دي، تر څنګ یې A,B,C ویټامینونه ، کاروټینویډات، کلسیوم،فاسفور، پوټاسیوم او مقناطیس لري.
۱- کدو ډېره لږه کالري لري، چې دوزن دزیاتیدو لامل نه ګرځي، یوه پیاله نږدې ۵۰ کالري لري .
۲- کدو د ځيګر فعالیت پیاوړی کوي، هغه وګړي،چې دځیګر پړسوب یا ویروس لري، کدو ورته ډېره لري.
۳- کدو لوړ فشار راټیټوي، ځکه ډېر پوټاسیوم لري، یوه پیاله میده شوی کدو نږدې ۵۶۴ مليګرامه پوټاسیوم لري، چې له یوې متوسطې کیلې څخه ۳۳٪ زیات دي.
۴- هغه کسان، چې دګردو تیږي لري او یا په تریخي کې ستونزه لري، کدو ورته ګټه رسوي.
۵- کوم کسان، چې د شپې له اړخه له بې خوبۍ سر ټکوي که له خوب وړاندې کدو او شات یو ځای وخوري، ارام خوب به وکړي.
۶- کدو د ورزشکارانو لپاره ښه خواړه دي، کدو دهډوکو دروغتیا لپاره هم ګټور دی.
ورزشکاران د ورزش پرمهال ډېر پوټاسیوم ، معدني مالګه له لاسه ورکوي که له ورزش وروسته کدو وخوري دا تشه بېرته ډکولای شي.
۷- نارنجي ډوله کدو ډېر بیټا – کاروټین لري، چې اکسید ضد دی، د مخ پوست تازه ساتي، دسرطان په مخنیوي کې مرسته کوي. همدا راز دسترګو لپاره هم ښه دي. دا مواد په ګازره کې هم شته.
دکدو زړي ډیرې روغتیايي ګټې لري دبېلګې په توګه د زړه لپاره ښه دي، پړسوب ضد ځانګړنې لري، له کولمو څخه چینچي لرې کوي، د حافظې لپاره هم ګټور دي، ځینې څیړنې وايي:
دکدو زیړي د پروسټاټ دپړسوب مخه نیسي او دتشو بولو پروسه تنظیموي.

رالېږونکی: حبیب الله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button