روغتيا

د امیندوارۍ پرمهال ګټور ورزشونه

ژباړن : عطا محمد میاخېل/
   د هغه څه پرخلاف چې په تېر کې ویل کېدل، څېړنو ښودلې، چې د امیندوارۍ پرمهال ورزش کول د مور او جنین له پاره ډېر مهم او اړین دی . د امیندوارۍ پرمهال ورزش کول، کولای شي په امیندوارۍ پورې تړلې ځورونکې نښې نښانې را کمې کړي . ځینې ورزشونه چې یوه امیندواره ښځه کولای شي، ترسره یې کړي، لاندې یې یادونه شوې ده. البته سپارښتنه کېږي، چې دا ورزشونه له خپل اړوند ډاکټر سره شریک کړئ او د هغه تر نظر لاندې یې ترسره کړئ .
  که چېرې له امیندوارۍ څخه مخکې مو په پرله پسې توګه ورزش کاوه، اوس یې شمېر او ځلونه را کم کړئ او که چېرې ورزشي سابقه نه لرئ، په امیندوارۍ کې نباید ورزش وکړئ.
ـــ هوازي ( Aerobic ) ورزشونه لکه : پلی مزل کول، کښتۍ ځغلونه او ورو منډې وهل مناسب دي . پلی مزل او منډې وهل نباید د خولې کېدو او سختې تودوخې لامل شي، همدا راز د تګ پرمهال باید د ځمکې کنډو کپر او د خپل ځان توازن ته ډېر پام وکړئ . تل باید یوه اندازه اوبه له ځانه سره ولرئ، ترڅو له بریده ډېرې تندې څخه مو مخنیوی وکړي .    دا ورزش د زېږون پرمهال ستاسو د جسماني سطحې د چمتوالي د ډېرښت له پاره ډېر ګټور دی .
ـــ لامبو : لامبو د ورنونو په لور د وینې جریان زیاتوي او د ورنونو ځواک ډېروي، سر بېره پردې له امیندوارۍ څخه را پیدا شوی عصبي فشار را کموي او زړه پیاوړی کوي .
ـــ یوګا : د دې ورزش د آرام بښونکې ځانګړتیا په دلیل، د امیندوارۍ پرمهال د خپګان او عصبي فشار د راکمولو له پاره ډېر ښه دی او زېږون آسانه کوي، دغه راز د غړو د اوږدېدو او تمرکز له پاره ډېر ګټور دی .
ـــ ایروبیک : ایروبیک، کششي او د انعطاف وړ حرکتونه هم د خپګان او عصبي فشارونو په را کمولو کې مرسته کوي .
ـــ سپک جمناستیکي تمرینونه : دا تمرینونه تر یوه بریده زېږون آسانه کوي، مګر باید ډېر ځیر شئ، چې د یادو تمرینونو له ترسره کېدو مخکې خپل بدن په نرمښتونو سره تود کړئ، تر څو د بدن د راغورځېدو خطر مو شتون ونه لري .
د امیندوارۍ پرمهال خطرناک ورزشونه :
پام مو وي، چې د امیندوارۍ پرمهال هغه ورزشونه، چې په خېټه باندې د ګوزار خطر پکې شتون ولري او دغه راز د رزمي ورزشونو د ترسره کولو سپارښتنه نه کېږي، لکه : ټینس لوبه، سکي، سکېټ، هاکي، غر ختنه، والیبال، باسکټبال، سوکوهنه، آس ځغلونه او داسې نور …..
یو ګا : یوه سانسکریتي اصطلاح ده، چې د نښلولو او یا له جسم سره د ذهن نښلولو ته وایي، په بل عبارت یوګا یو ډول جسمي او فکري ورزش دی، چې د هندوانو له خوا په هندوستان کې را منځته شو .
یوګا په رښتینې مانا خپله یو ورزش دی، ورزش یانې چمتو کول . یوګا د ذهن او جسم له پاره یو بشپړ ورزش دی، په یوګا کې داسې تخنیکونه او مهارتونه شتون لري، چې هم بدن او هم ذهن ته ورزش ورکوي.          

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button