پياز مو ويښتان له سپينېدو او له منځه تلو ژغوري

دېرش کلنۍ ته په رسېدو او ځينې وختونه له دې هم مخکې ډېری سړي او مېرمنې له سپينو ويښتو شکايت کوي. د سړو او مېرمنو تر منځ ويښته سپېنېدل د وخت په لحاظ توپير کوي، خو يوازې د عمر د ډېرېدو له امله هم ويښته نه سپينېږي، بلکې شونې ده نور لاملونه ولري.
خو د عمر له ډېرېدو سره چې کوم ويښته سپينېږي، د ډاکټرانو له وينا سره سم لامل يې ويښتو کې د هغې مادې کمښت دی، چې ويشتو ته رنگ ورکوي، دغه ماده ميلانين نومېږي او د عمر له ډېرېدو سره کمېږي.
ټول د دې ستونزې د له منځه وړو په اړه فکر کوي، ځينې حلونه فعال وي خو ډېری وختونه خلک او په ځانگړي ډول مېرمنې د سپينو ويښتو د پټولو لپاره له مصنوعي رنگونو کار اخلي.
ډاکټرانو په دې وروستيو کې کشف کړې ده، چې پياز د ويښتانو د ودې په ښه کولو کې مرسته کوي، پر دې سربېره د ويښتو ريښې کلکوي او سپين ويښتان کموي، کارول يې داسې کېږي:
پياز دې ټوټه ټوټه کړل شي او بيا دې د يو شي په مرسته وزبېښل شي، څو اوبه يې ووځي. بيا دې د سر پوستکی پرې وموښل شي. پر پوستکي موښلي پياز دې د پاو وخت (پنځلس دقيقو) لپاره پرېښودل شي او بيا دې په شامپو ومينځل شي، څو بوی يې له منځه ولاړ شي.