روغتيا

په جنسي اړيکو کې د طبيعي انزال موده څومره ده؟

د جنسي اړيکو په اړه يو له هغو مسايلو چې د ټولو خلکو د اندېښنې وړ دي، د طبيعي انزال مسئله ده. په دې اړه مختلفو نړيوالو څېړنيزو ادارو او پوهانو څېړنې ترسره کړې دي. د دوی څېړنې ښکاره کوي چې له ۳ څخه تر ۱۰ دقيقو پورې انزال کول ډېره موده ده او دا آيډيال حالت دی. خو پوښتنه دا ده چې له ۳ دقيقو څخه لږه موده کې انزال څنګه دی؟

په International Society of sexual medicine مجله کې خپره شوې نوې څېړنه د انزال طبيعي اندازه ښکاره کوي. یاده سرچينه کې راغلي دي چې د طبيعي انزال موده له يوې څخه نيولې تر دوو دقيقو پورې وي. سرچينه زياتوي چې په لنډ وخت کې انزال هغه ته ويل کېږي چې سړی پرې کنترول ونه لري او ډېر ژر ترسره کېږي، دغه وخت کې هېڅ اړخ جنسي رضايت ته نه رسېږي.

په حقيقت کې په ټولو سړيو کې ژر انزال عام دی، مګر اصلي توپير د انزال په کنترول کې دی. د انزال نه کنترول غير طبيعي وي او بايد له ډاکټر سره يې په اړه مشوره وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button