روغتيا

د ورزش ۴۲ گټې

ليکنه: ډاکتر عبدالصمد نظري
سپورټ او ورزش مختلف ډولونه لري لکه فوټبال، واليبال، باسکيټ بال، تينس، کرکټ،لامبو، ځغاسته او منډه وهل چي دا ټول په سپورټ کي شمېرل کېږي.
که چېري د دوی څخه يو هم درته امکان و نه لري او يا يي شرايط در ته برابر نه وي نو کم تر کمه په ورځني ژوند کي تر نيم ساعت پوري لنډ مزل وکړﺉ او د موټر او د موټرسايکل دسپارلۍ څخه ډډه وکړﺉ.
سپورټ کول به لاندي ګټي در ته ولري:

-د زړه د ناروغۍ خطر کموي
– په وينه کي مضر تراي ګليسرايد کليسترول کموي
-د ويني د لوړ فشار خطر کموي
-په وينه کي ګټور ګليسترول زياتوي
-د ويني جريان منظم ساتي
-دزړه کيفيت لوړوي-
دزړه د ويني د پمپ کولو اندازه زياتوي
-کله چي د زړه حمله در باندي راشي ژغورل مو اسانه وي
-د زړه په رګو کي د ويني د لخته کېدو مخه نيسي
-د زړه ضربان کموي
-د زړه د ضربانو غير منظم والي منظم کوي
-د ويني د پلازما حجم زياتوي
-د سږي ظرفيت لوړوي او ويني ته په زياته اندازه تازه اکسجن ورکوي
-د تنفسي سيستم عضلات قوي کوي
-خوب منظم کوي
-تشويش او خفګان کموي
– د ژور خفګان(ډیپرېشن) څخه مو ساتي

-په خپل ځان مو اعتماد او باور زياتوي
-حافظه قوي کوي
-د درس زده کولو لوړتیا مو ډېروي
-د شکر ناروغۍ خطر کموي
-د پروستاد ناروغۍ خطر کموي
-د کلمو دسرطان خطر کموي
-د سيني د سرطان خطر کموي
-د رحم د سرطان خطر کموي
-د سګرېټ په پرېښودو کي کمک کوي
-د چاغوالي مخه نيسي
-د وزن په کمولو کي کمک کوي
-د بندونو او مفاصلو د ژر خرابېدو مخه نيسي
-د بندونو او مفاصلو د حرکت وړتیا زياتوي
-د هډوکو د ويلي کېدو مخه نيسي
-د وجود د اسکلېټ سيستم منظم ساتي
-د بي ځايه دواګانو داستعمال څخه مو راګرځوي
-اشتها منظم کوي
-د حيض يا مياشتنۍ دوره منظموي
– د ملا دردونه کموي
-د قبض څخه مو ساتي
-د جود دفاعي سيستم پياوړی کوي
-د هډوکي د ماتيدو مخه نيسي
-وجود جګ او منظم ساتي
-د صحت په اهميت مو پوه کوي
-د ژوند کيفيت لوړوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button