روغتياسلايډ

د اضافي وزن د لمنځه وړلو اسانه لارې

په ننۍ نړۍ کې ډېری انسانان د اضافي وزن له ناروغۍ څخه کړېږي او دغه ستونزه انسانان په گڼو نورو ناروغیو او ستونزو اخته کوي. د ډېر وزن لرونکي انسانان له وخت څخه دمخه زړېږي او د وینې لوړ فشار، شکر او تمبلۍ په ناروغیو اخته کېږي. نوو څېړنو ښکاره کړې چې نړۍ کې د اضافي وزنه انسانانو شمېره له لږ وزنه انسانانو څخه ډېر شوی دی او د دې ستر لامل د فزیکي کار نه کول دي او تر اوږده وخته پورې یو ځای کې کیناستل دي. لاندې ساده لارې چارې کولای شي چې له تاسو سره مرسته وکړي چې خپل اضافي وزن له لاسه ورکړئ:

  • په خوړو کې اصلاحات راوستل، له غوړ لرونکو خوراکونو څخه باید ډېره ډډه وشي ځکه دا ډول خورکونه د انسان وزن په اسانۍ سره ډېروي. باید کوښښ وشي چې دغه ډول خوراکونه په اوونۍ کې یو وار یا دوه وارې وکارول شي تر هغې ډېر بیا انسان ته زیان اړوي.
  • له خوږلنو خوراکونو څخه باید انسان ځان وساتي ځکه چې دا ډول خوراکونه د انسان په وجود کې ذخیره پاتې کېږي او د لمنځه وړلو لپاره یې فزیکي کار ته ډېره اړتیا پیدا کېږي او د دې ډول خوراکونو ډېر کارول انسان د وینې په لوړ فشار او شکر رنځ اخته کوي.
  • په ورځني ډول باید له سبزیجاتو څخه ډېره استفاده وشي. سبزیجات د انسان طاقت ډېروي او انسان تازه ساتي او جانبي عوارض یې تر خوړو او نورو درنو خوراکونو خورا لږ دی.
  • د اضافي وزن د لمنځه وړلو وروستی لاره د اوږده مهاله ورزش کول دي چې انسان باید ځان پرې روږدی کړي. ورزش انسان ویښ ساتي او له گڼو ناروغیو څخه یې ژغوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button