د طالبانو او پاکستان خبرې؛ طالبان لا هم د ملا برادر پر خلاصون نه دي توانېدلي
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو د سیاسي استازو یو پلاوی پاکستان ته پر سفر تللی. د سفر موخه یې د افغان کډوالو، د پولې اړوند مسایلو او د طالب مشر، ملا برادر د خلاصون په باب له پاکستاني چارواکو سره خبرې ښودل شوي. د راپورونو له مخې پلاوي د اپرېل پر دېرشمه له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې درلودې؛ خو طالبان لا هم نه دي توانېدلي چې د ملا برادر خلاصون یقیني کړي.
یوه طالب چارواکي چې په دې مذاکراتو کې يې ګډون لاره، ځینو سرچینو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د اسلام اباد ناسته کې یې په ځينو موضوعاتو کې پرمختګ کړی، خو يوه مهمه موضوع لا هم نه ده حل شوې، چې هغه د ملا عبدالغني برادر خوشي کېدل دي.
دغه طالب چارواکی وايي، د پاکستان له سیاسي او پوځي چارواکو سره يې د کډوالو او پولې پر سر هم بریالي مذاکرات کړي. دغه طالب مرکچي ادعا کوي چې پاکستاني چارواکو منلې، چې «له دې وروسته به پاکستاني سرحدي ځواکونه د افغانستان خاورې ته نه داخلېږي او هغه پوستې به بېرته شا ته کوي، چې په تېرو څو کلونو کې يې د افغانستان په خاوره کې دننه جوړې کړې دي».
تېرو څو کلونو کې د پاکستان سرحدي پوستې په ډېرو برخو کې د افغانستان خاورې ته په غیر قانوني ډول رامخکې شوي دي او د افغانستان ځینې سرحدې برخې يې لاندې کړې دي، چې له امله يې عام افغانان په غوسه دي.
د طالب پلاوي او پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو اترو راپور داسې مهال خپرېږي، چې افغان حکومت تېره اوونۍ پاکستان ته د طالبانو د سیاسي استازو پر سفر نیوکه وکړه.
طالب چارواکي وايي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د بې ځايه ځورونې د ختمېدو ژمنه هم ورسره شوې، خو د ملابرادر په خلاصون بیا هم نه دي بريالي شوي. د سرچینو له خولې پاکستاني چارواکي وايي، ملابرادر له دوی سره د «امريکايي چارواکو يو امانت بندي دی» او د هغوی له خوښې پرته يې نه شي خوشې کولی.
ویل کېږي چې طالبان غواړي چې ملابرادر د پاکستان له بنده ازاد کړي او قطر کې يې د خپل سیاسي دفتر مشر غوره کړي، خو پاکستان وېره لري چې که ملابرادر قطر کې د طالبانو د دفتر مشر شي، شونې ده، د پاکستان پر ضد فعالیت وکړي.
ملا عبدالغني برادر د طالبانو د پخواني مشر، ملا محمد عمر مرستیال و چې په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستاني او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو.
په دې کې خو شک نسته چې طالبان اوس دنړۍ له یوشمېر سترو او وړکو هیوادونو سره پټې اوښکاره اړیکې لرې.چې په دې کې د روس او چین په څیر ستر نا اسلامي هیوادونه هم راځي او دپاکستان.ایران.قیرغستان.ترکمنستان.قطر او اماراتو په څیر اسلامې هیوادونو هم راځي. خو داچې دا اړیکې دهیواد اوخپلو خلګو په ګټه وکاروي.داښه خبره ده