روانې چارېسلايډ

سعودي وايي په يوه شرط اسراييل په رسميت پېژني

د سعودي پوځ متقاعد جنرال انور عشقي وايي چې سعودي به هغه مهال په اسراييلو کې د سفارت پرانيستو ابتکار په لاس کې ونيسي چې اسراييلي حکومت د عربي هېوادونو له لورې د ۲۰۰۲م کال د سولې وړانديز ومني.

يروشېلم پوسټ راپور ورکوي چې دغه سعودي جنرال د اسراييلو په رسميت پېژندو په اړه يادې څرګندونې له الجزيره ټلويزيوني شبکې سره وکړې. الجزيرې له عشقي وپوښتل: «سعودي به کله اسراييلو کې سفارت پرانيزي؟»، هغه ځواب ورکړ: «بايد له نتنياهو دغه پوښتنه وکړې».

عشقي زياته کړې چې که چېرته د اسراييلي حکومت مشر اعلان وکړي چې د عربي هېوادونو د سولې وړانديز مني، سعودي به ژر په تل ابيب کې خپل سفارت پرانيزي.

د يادونې وړ ده چې په ۲۰۰۲م کال کې د عمرو موسی د مشرۍ پر مهال، د عربي هېوادونو ټولنې اسراييلو ته د سولې وړانديز وکړ. د سولې دغه وړانديز کې راغلي دي چې بايد د دوو دولتونو حل پر اساس سوله وشي او اسراييل باید د ۱۹۶۷م کال تر جګړې مخکې پولو ته وګرځي. دغه راز په وړانديز کې راغلي چې شرقي قدس به د فلسطين پلازمېنه وي. ياد وړانديز د فلسطيني مهاجرينو په هکله ويلي چې بايد د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۱۹۴م حل له مخې تعامل ورسره وشي.

خو اسراييلي حکومت د سولې دغه وړانديز ته هېڅ ځواب نه دی ويلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button