پښې يبلې منډه وهل ماغزه پياوړي کوي
يوې تازه څېړنې ښودلې ده، چې پښې يبلې (په لوڅو پښو) منډه وهل د ماغزو کار پياوړی کوي.
د شمالي فلوريدا پوهنتون د څېړونکو څېړنې ښودلې ده، چې په لوڅو پښو له منډې وروسته خلکو په خپلو ماغزو کې د استحضار، يا يادښت برخه کې ښه والی ليدلی دی. د څېړونکو په وينا بوټانو کې منډه وهل بيا دغه گټه نه لري.
د څېړونکې ډلې مشر «راس الووي» په دې اړه وايي: «که موږ خپل بوټان لرې کړو او پښې يبلې وځغلو، د ځغل په پای کې شايد د ځغل له پيله ډېر ځيرک واوسو».
څېړنه کې له دوه اويا تنو وغوښتل شول، چې يوه معلوم ځای کې د شپاړلس دقيقو لپاره لومړی پښې يبلې او بيا له بوټانو سره وځغلي، د ځغلېدونکو عمرونه له اتلسو تر څلور څلوېښت کلونو دي.
څېړونکي په دې تجربه کې متوجه شول، چې په لوڅو پښو د ځغل پر مهال خلک خپلو گامونو ته ډېره پاملرنه کوي، څو له هغو شيانو ځان وساتي، چې شونې ده پښې ته يې زيان واړوي.
هغوی وايي، له پښې يبلې منډې وروسته د منډه وهونکو د مغزو په فعاليت او استحضار کې شپاړلس سلنه ډېروالی راغلی، چې دغه اغېز بيا له بوټانو سره له منډې وروسته نه دی ليدل شوی.
څېړونکو دې تجربه کې د منډه وهونکو د زړه ضربان او تېزوالی ته هم پام کړی او ويلي يې دي، چې دا دوه شيان د حافظې په فعاليت کې رول نه لوبوي.