روغتيا

سره غوښه هم د ګوزڼ امکانات زیاتوي!

د سرې غوښې ډير خوړل ژوند ته خطر پیدا کوي او د ګوزڼ د حملې امکان زیاتوي. دا خبرداری په جرمني کې شوې یوې طبي څېړنه کې ورکړل شوی دی.

وروزبرګ پوهنتون په څېړنه کې ویل شوي چې سره غوښه کې موجود پروټين دماغ ته د وینو رسولو شریانونو د بندولو خطر زیاتوي.

د څېړنې له مخې کوم کسان چې سره غوښه ډیر خوري هغوی کې د ګوزڼ یا فلج خطر ۴۷ سلنه ډیریږی.

څېړونکي دا هم وايي چې د غوا یا د سیرلي غوښې خوړولو څخه بیخي ځان پرهېزول نه دي په کار بلکې د غوښې خوړل باید محدود شي او په ځانګړي توګه له وازدې پرته غوښې ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

څېړنې زیاته کړې چې د چرګ په غوښه یا سبزیجاتو کې د شته پروټينونو سره دغه ډول خطر مل نه وي.

د څېړنې پر مهال څېړونکو د شاوخوا ۱۱زره پوخ عمر کسانو طبي معلومات تحلیل کړي دي. دوی وايي چې کوم کسان د پروټين غذا کم استعمالوي هغوی کې د چاغښت او یا کولیسټرولو د زیاتیدو امکان هم کم وي.

څېړونکی دا خبرداری هم ورکړی چې پاکټي غوښې (هغه غوښه چې په یخچالونو کې تر ډيره ساتل کیږي او تازه نه وي) خوړل په ګوزڼ د اخته کېدو خطر ډیر زیاتوي همدارنګه د دغې غوښې له کبله د شریانونو مرضونو د پیدا کېدو امکان هم زیاتیږي چې په پایله کې د زړه په ناروغۍ تبدلیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button