روغتيا
له ۴۰ کلو ډېر عمر لرونکي باید اوونۍ کې درې ورځې کار وکړي
د انفارمینگ راپور له مخې د استرالیا د ملبورن د انستیتویت پوهانو په یوه نوې څېړنه کې دې موندلي دي چې له څلویښتو کلو ډېر عمر لرونکي انسانان باید په اوونۍ کې یوازې درې ورځې کار وکړي.
د دې راپور له مخې که چېرې د دې عمر لرونکي په اوونۍ له درې ورځو ډېر کار وکړي نو روغتیايي حالت به یې ډېر ښه نه وي. که چېرې د دې عمر لرونکي انسانان له دې څخه لږ کار وکړي نو شاید خپل نورو همزولو نه دوی ښه روغتیايي حالت ولري.
دغه څېړنه په ۶۵ زره کسانو باندې شوې چې عمرونه یې له ۴۵ ډېر وو. د دې څېړنې له مخې هغه انسانان چې تر درې یا دې څخه لږ کار په اوونۍ کې کوي نو له نورو څخه یې کاري کیفیت لوړ دی.