پېغلې نجونې بايد د سينې سرطان د مخنيوي لپاره څه وخوري؟
د سينې سرطان هغو نجونو ته ډېر پيدا کيږي، چې تر ناوخته له واده پاتې وي.
د طبي کارپوهانو په وينا کومه ښځه، چې اولاد ته شودې ورکوي تر ډېره د سينې له سرطانه خوندي وي او کومې ښځې چې اولاد ته تی نه ورکوي، يا کومې نجونې بې واده وي، د سينې په سرطان اخته کېدای شي.
د سينې سرطان يوه ځانگړنه دا هم ښوول کيږي، چې د يوې کورنۍ دوه درې ښځو کې پيدا شي، نورو ته هم سرايت کوي.
د سينې سرطان د مخنيوي لپاره اړينه دا ده، چې په لومړي وختونو کې يې تشخيص او درملنه وشي او د دې لپاره ښه طريقه دا ده، چې ښځې وخت پر وخت خپلو سينو ته متوجه شي لاس پرې ووهي، چې کومه غوټه خو به په کې نه وي.
دا هم لازمه نه ده، چې د سينې هره غوټه دې سرطان وي، مگر دا ستونزه بايد د سرطان له متخصصې ډاکټرې سره شرېکه شي او هغه بيا د سينې عکس «ميموگرافي» له لارې پوهيږي، چې دا سرطان دی کنه.
په دې وروستيو کې د سرطان ناروغي ډېره شوې او د سړيو په پرتله په ښځو او پيغلو نجونو کې ډېره پېښيږي.
طبي څېړونکو پيغلو نجونو کې د سينې سرطان د مخنيوي لپاره سپارښتنه کړې، چې سبزي او تازه ميوې ډېرې وخوري، تر څو د سينې له سرطانه خوندي وي.
څېړنو ښودلې، چې کومې ښځې او په ځانگړې توگه نجونه تازه ميوې او سبزيانې ډېرې خوري، د سينې سرطان له گواښ سره د مخکېدو چانس يې د نشت برابر وي او هغه خلک سره کړي او گرم خوراکونه کوي، له دا ډول ستونزو سره ډېر مخ کيږي.
طبي کارپوهان دا هم وايي، چې د سرطان اصلي لاملونه له وړوکوالي په بدن کې ځای پر ځای کيږي او له بالغوالي وروسته راڅرگنديږي.
د هاورډ پوهنتون د طبي څېړنو يوې محصلې مريم فروېډ د سرطان پر لاملونو او مخنيوي څېړنې کړي او دې پايلې ته رسېدلې، چې سره کړي شيان د سينې د سرطان يو مهم لامل دی او ورسره يې دا هم ويلي، چې سبزي او تازه ميوې د سينې سرطان په مخنيوي کې ډېرې گټورې دي.
د ميريم فرويډ په وينا تازه ميوو او سبزيانو کې ډېر داسې پروټين شته، چې د سينې سرطان ضد دي، په ځانگړې توگه کيله، مالټه، مڼه، گازرې او انگور د سينې سرطان د گواښ په کمولو کې ډېر گټور ثابت شوي دي.