افغانستانسلايډ

«افغانستان کې د امريکا د ملي امنيت اته زرو مامورينو کار کړی»

د امريکا د ملي امنيت د رييس مرستيال ريک ليډجيټ فاکس نيوز سره مرکه کې څرگنده کړې ده، چې امريکا له ۲۰۰۱ز راهيسې افغانستان ته خپل د ملي امنيت اته زره کارکوونکي استولي دي. نوموړي ويلي، عراق ته د لېږل شويو دغو مامورينو شمېر پنځه زره او د نړۍ نورو له شخړو ډکو سيمو ته هم پنځه زره دی.

ښاغلي ليډجيټ ويلي، موږ ټول ټال اتلس زره تنه د نړۍ هغو بېلا بېلو سيمو ته استولي، چې دښمنان په کې مېشت دي.

د امريکا د ملي امنيت اداره تر ټولو لويه امريکايي څارگره اداره ده، چې د غړو شمېر او مالي لگښت يې پټ ساتل کېږي.

د امريکا د ملي امنيت مرستيال د افغانستان او عراق په گډون د نړۍ نورو په جگړه اختو سيمو ته د ملي امنيت د کار کوونکو د لېږلو لامل جگړه کې گډون بللی، هغه ويلي، موخه دا وه، چې په خپلو کړنو له ځايي جگړه مارو وړاندې شو.

ليډجيټ زياته کړه: «د ملي امنيت همکارانو د ډېرو اسنادو او تکنالوژۍ پر مټ د راټولو شويو معلوماتو څېړنه او ارزونه کوله، د بېلگې په توگه کله به چې د تلفون پر کرښه معلومات ثبت شول، د ملي امنيت کارکوونکو به د غږېدونکي تن د ځای او موقعيت په اړه معلومات د سيمې له نخشې سره پرتله کول».

هغه وايي: «د ملي امنيت کارکوونکو به د تلفون کوونکي او د هغه د موقعيت ځايونه په گوته کول، همدا راز د «ترورستانو» د کړنو په اړه معلومات د ارزونې ادارې ته لېږل کېدل او هلته بيا له ارزونو وروسته سيمه کې مېشت وسله وال پوځ ته خبر ورکول کېده، چې څه اقدام وکړي».

شنونکي په دې اند دي، چې امريکا لا هم د افغانستان په گډون ټولو هغو هيوادونو کې چې جگړه په کې ده، په يوه او بل نوم استخباراتي غړي لري، څو د جگړې رهبري وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button