شعر
غزل / عرفان مقبل

زما په زړه کې سودا نه کمېږي
چې وي تېارې نو رڼا نه کمېږي
تمامه شپه مې د یاد تبه نیسې
تمامه شپه تر سبا نه کمېږي
ژونده په خلکو دنیا نه ډېرېږي
مرګه په خلکو دنیا نه کمېږي
مورې چوشک ورته اوبو نه ډک که
مورې د ورور مې ژړا نه کمېږي
ولا که مرګ ته یې چړې پاتې وي
دا پښتانه دي چې لا نه کمېږي
مقبله ژوند چې سمندر ګڼمه
زما د زړه به درزا نه کمېږي
ـــــــــــــــــــــــ
عرفان مقبل