شعر
غزل / اجمل ښکلی
تا سره که دا خپله سايه نه واى
ما سره به دومره اندېښنه نه واى
………………………………
پاتې واى اخره پورې دا تيږه
جوړه مې له زړه نه ايينه نه واى
………………………………
څه به پوهېدمه د رقيب په لفظ
ژوند ته مې راغلې که هغه نه واى
………………………………
ته دې واى، که لرې واى هم، واى خو به
توره تاريکه دې واى، خو شپه نه واى
………………………………
وخت مې ستا په موټ کې ايسار کړى واى
لاس نه مې وتلې زمانه نه واى
………………………………
ستا په ښايسته مخ د خپګان څه کار؟
ښار کې خو دې جوړه هديره نه واى
………………………………
تود دې واى اجمله اور ته ناست خو چې
پورې مې څادر پورې لمبه نه واى