شعر
غزل / فاروق ديدار
له خـــــپله ژونـــده دومره ستړي او ناچار شولمه
ځان مـــــې وژلو دې ګــــــناه ته هم تیار شولمه
زه طالـــــــعې نه لرم په ما چیرې زړه ونه تړې
زه خـــــــو ناکام په زندګي کی بیا بیا یار شولمه
دومــــــــره کار وشـــولو د چا د ناکردو باوجود
دومره کار وشــــــولو خفه نه یم هوښیار شولمه
ستا خاطر وو ستا په سر په ټول چم کی قربان دی شم
اوس ګوره غمی شولم اوس یاره د کار شولمه
دیداره سترګي به مې ورشې او خوب رابه شې خو
که لږ ذره هـــــــــم زړه خوړلو نه وزګار شولمه