شعر
شپیلۍ / عبدالهادي هادي
ډیره زمانه شوه چې د شر خبرې اورمه
دې د کفر ښار کې زه اکثر خبرې اورمه
څومره خوش نصیب یم چې اوس تا سره یادیږمه
ستا د محلې د هر نفر خبرې اورمه
زه له ماشومتوبه په همدې خبرو روږدی یم
هر سهار د توپ او د لښکر خبرې اورمه
زما د خپلوغرونو او نښترو ژبه یاده ، ده
پورې د دې غره او د نښتر خبرې اورمه
لا خو مې شپیلۍ ده د ګودر د ترانو ژبه
ستا د ښایستونو د محشر خبرې اورمه
اوس خو د هادي د شنو خوبونو جزیره یې ته
هر خوا نه جانانه! ستا په سر خبرې اورمه