شعر
غزل / ډاکټر محمدحنيف حيران
ستا د ښايست څه انتها وه، چې وه
زما ځواني هم يوه دنيا وه، چې وه
تېرېده نه خو تېروله مونږه
زندګي هلته بې ګناه وه، چې وه
په مخه ښه کې په ځان نه پوهېدم
خو په سينه کې مې درزا وه، چې وه
ته رانه تلې، ايساروای مې نشوې
د بې وسۍ څه انتها وه، چې وه
څومره خوشبخته وې چې زه دې نه وم
څومره ښايسته برخه زما وه، چې وه
له تا نه وروسته ژوند تر مرګ بدتر و
بايللې ژوند خپله مانا وه، چې وه
دومره حيران شوم په ليدلو دې زه
چې نه بيا زه وم نه مې ساه وه چې وه.