شعر

غزل / هنرمل

وچي څانګي به مي څنډوهي زګیروئ جانان به راشي
ما به ګل کړي سر تر پایه پسرلئ جانان به راشي

ښه ده ښه ده دروازه مې دزړګی پرانیستې ښه ده
څه معلومه ده ملګرو لیونئ جانان به راشي

لکه لمر لکه بریښنا لکه سحر به می لوګئ کړي
لکه دُر؛ لکه ګوهر ؛ لکه غمئ جانان به راشي

درقیب دژوند وطنه دمرګي زیري ته ټینګ شه
زما دمرګ کوڅې بې غمه شه ژوندئ جانان به راشي

هله هله هنرمله په توهین کي چي تیر نه شې
په بڼو له لارې اخله هر اغزئ جانان به راشي

محمدحسين هنرمل کاکړ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button