شعر
غزل / فاروق دیدار
په ځان ظلــــــم کوم زیاتی له یاد دې باسم
ماتـــــومه خپــــل زړګی له یاد دې باسم
دا د ذهـــرو ګوټ پکار دې چې يې تیر کړم
چې تر څـــــــو یمه ژوندی له یاد دې باسم
دا خبــــــــــــره حافظې کی دې یاد ساته
ته مې نه یې خــو څه خدای له یاد دې باسم
کـــه یې پای زما په مرګ وې، ورته کوومه
زنـــــــــدګي ته مې تیلی له یاد دې باسم
ته به هم راته حیـــــران ګوته په غاښ شې
یمه داســــــې لیـــــونی له یاد دې باسم
ته دې دا نشــــــــــه له سره کوزه نکړې
ته دې ځان بـــــــوله غمی له یاد دې باسم
تا نو ضد د دیـــــــــــدار چیرې دې لیدلې
که سره زر شې یا ازغـــی له یاد دې باسم