شعر
غزل / حنیف حیران
د خپل ځان تر جنازې پورې مې پرېږده
لږ ورځمه، هديرې پورې مې پرېږده
چې مې څرک د رڼا ووينم وطن کې
مرګه! خير دی تر هغې پورې مې پرېږده
راپسې به خلک خاندي محبته!
د جنون تر مرحلې پورې مې پرېږده
سخت توپان و، يو پتنګ چاته زارۍ کړې
ډېوه مري رانه، ډيوې پورې مې پرېږده
ملايکې! زه مې مور يم ورغوښتلی
د جنت تر دروازې پورې مې پرېږده
ورته ووایه حيرانه، چې شاعر يم
د خپل خيال تر احاطې پورې مې پرېږده.